نېږدې مياشت وړاندې یې له ولسي جرګې د باور رایې واخېستې؛ جواد احمد عثماني ولې له دندې ګوښه شو؟ 

روهي (پنځه نۍ/۱۱  مرغومي)، د عامې روغتيا وزير جواد احمد عثماني چې نېږېد يوه مياشت وړاندې یې له ولسي جرګې د باور رایې تر لاسه نن له دندې ګوښه شوو. 

دولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له خوا روغتيا وزارت ته په استول شوي مکتوب کې ويل شوي دي چې د عامې روغتيا وزير جواد احمد عثماني استعفا ولسمشر منظوره کړې ده. 

له بلې خوا جواد احمد عثماني وايي چې ده له دندې استعفا نه ده ورکړې، بلکې له ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا له دندې لېرې شوی دی. عثماني ويلي چې تېره ورځ ولسمشر ورڅخه د استعفا غوښتنه کړې خو ده دا غوښتنه رد کړې. 

د سرچينو د مالوماتو پر اساس څو ورځې وړاندې چې لویې څارنوالۍ د عامې روغتيا وزارت څلور تنه د رشوت اخېستلو په جرم نېولي وو، د جواد احمد عثماني ورور،  احمد شکران سراج عثماني هم په کې شامل او له يادو څلورو تنو يو وو. 

ولسمشر محمد اشرف غني په همدې پار د عامې روغتيا له ګوښه شوي وزير جواد احمد عثماني  سره کتلي او د استفا یې ورته ويلي وو.