د خپل منځي ناستو په دوام د سولې مذاکرې افغان پلاوي له لوړپوړو مقاماتو سره لیدلي

روهي ( پنځه نۍ/  ۱۰ د مرغومي)، د سولې د مذاکرې افغان پلاوي له لوړپوړو امنيتي مقاماتو سره ناسته وکړه.
 
د ملي امنیت شورا له لوري په خپاره شوي اعلامیه کې راغلي په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د افغان پلاوي هئيت د دغه پلاوي د رييس په مشري د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنيتي سکتور له لوړپوړو مقاماتو سره چې مشري يې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب کوله، وکتل.
 
په دې ناسته کې ښاغلي معصوم ستانکزي او ورسره هيئت له طالبانو سره د شويو خبرو جزئيات وړاندې کړل.
 
د هیواد امنیت شورا مسولین وایي له افغان پلاوي سره د هېواد د امنيتي وضعيت، سيمه‌يیزې اجماع، جنيوا کنفرانس او نړيوال ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
 
د دې تر څنګ مذاکراتي پلاوي ته ډاډ ورکړل شو چې افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو او د روانو مذاکراتو د دوام په ټولو هڅو کې حکومت د دوی تر شا ولاړ دی.