روهي ( پنځه نۍ/ ۱۰ د مرغومي)، پاکستان او افغانستان په لوړه کچه د سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو لپاره خبرې پیل کړې دي.
اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو تړون پر بدلون، نوي کولو، پراخولو او دغه راز د سرحدي بازارونو پر ایجاد بحثونه شوي.
په دې خبرو کې د افغان پلاوي مشري د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني او د پاکستاني پلاوي مشري د سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزیر عمران خان ستر سلاکار عبدالرزاق کوي.
دواړه لوري هڅه کوي د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی سوداګریز تړون وڅېړي او ددغه تړون د پراختیا لپاره ددواړو هېوادونو اړتیاوې او غوښتنې شریکې کړي.
پاکستان په دې وروستیو کې هڅه کوي چې له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي او له دې لارې مرکزي اسیا ته خپل توکي ورسوي.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي چې پاکستان له افغانستان څخه غوښتي څو منځنۍ اسيا سره د سوداګرۍ لپاره لار ورکړي.
احمدي وايي، " افغانستان ـ پاکستان دسوداګرۍ او ترانزيټ دهمغږۍ کمېټې په اتمه ناسته اپټيکا کې د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار رزاق داوود يادې ناستې ته وويل، پاکستان او افغانستان دواړه د دوه اړخيزې سوداګرۍ وده غواړي پاکستان له افغانستان څخه دا غوښتنه لري چې منځنې اسيا ته د سوداګرۍ لپاره لاره ورکړي."
د صیام بزنس مشر او د اقتصادي چارو شنونکی صیام پسرلی وایي، افغانستان له پاکستان څخه دا هم غواړي چې سوېلي اسيا په ځانګړې توګه هندوستان ته ورته د سوداګرۍ لپاره لاره ورکړي.
پسرلي وایي" اپتیکا قرار داد به د افغانستان او پاکستان لپاره ډیر موثر تمام شي چې دواړه هیوادونه منځنی اسیا ته لار پیدا کړي. دغه قرار داد د دواړو هیواړونو لپاره فوق العاده موثر تمام کیدای شي زموږ غوښتنه داده چې د دتجارتي او ترانزیټي اړیکو کې تنظیم لپاره اصلاحات، تعدیلات پکې راشي او عملي جنبه ولري."
د افغانستان او پاکستان دصنعت او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو دسوداګريزو ترانزيټي او ګمرکي ستونزو دحل په موخه ددواړو هېوادونو ترمنځ درې غونډې تر سره شوی.
په ياودو غونډو کې دصنعت او سوداګرۍ وزير غورياني او دپاکستان دسوداګرۍ وزير رزاق داوود ترمنځ تر سره شوې دافغان سوداګرو ډيری ستونزې حل شوې .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان - پاکستان ترمنځ دترانزيټ او سوداګرۍ دهمغږۍ دکميټې اتمه غونډه کې چې دصنعت او سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني په مشرۍ پيل شوې ده هڅه به وشي چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګريزې،ترانزيټي او ګمرکي ستونزې له منځه لاړې شي او په دې سره به د اپتا هوکړه هم نهايي شي.
وروستي