۵ ولایتونو کې د ۱۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت ۹۱۴ پروژې بشپړې شوي اوس لسو نورو ولایتونو کې د ۴۵ میلیونه ډالرو په لګښت پروژې پیل کیږي

روهي ( پنځه نۍ/  ۱۰ د مرغومي)، د جمهوررئیس په حضور کې د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د رئیس شمیم خان کټوازي او د اکټیډ موسسې د رئیس فرانسس هریشر او ANCC موسسې رئیس فرهاد کریمي ترمنځ د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول.
 
افغان حکومت له همکارو موسسو سره په ګډه د ولسي تړون پروګرام لسو نورو ولایتونو ته هم وغځاوه. په ارګ کې په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي وویل چې د همدې پروګرام له لارې په جلال اباد، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې ۱۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۱۴ پروژې بشپړې شوې دي او اوس ټاکل شوې چې دغه پروګرام لسو نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. په دې ولایتونو کې هلمند، غزني، فراه، پروان، جوزجان، بدخشان، پکتیا، لوګر، نیمروز او بلخ شامل دي. په دې ولایتونو کې به هم د ۴۵ میلیونو ډالرو به ارزښت ګڼې پروژې پيل شي.
 
 همدا راز به د کارموندنې د ملي پروګرام له لارې په  جلال اباد، لغمان، کنړ، نورستان، هرات، غور، تخار، کندز، بغلان، خوست، کندهار او فاریاب دولسو ولایتونوکې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ولس په خوښه بېلابېلې پروژې عملي کېږي. په دې لړ کې د ۱۲۰ زره کسانو لپاره د کار موندلو اټکل شوی دی. ولسمشر ویلي چې ددې پروژو په عملي کولو سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او تر څنګ به یې ښارونه انکشاف وکړي.
 

وروسته د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي وویل، د کارموندنې پروګرام له امله چې نن یې د عملي پیل شاهدان یوو د جمهوررئیس د هراړخیز ملاتړ او بین المللي شریکانو په ځانګړي ډول د نړیوال بانک چې د دغه پروګرام تمویلونکی دی، مننه کوو.