يو پلاوی دوه راپورونه: د حکومت مرکچي پلاوی به هم ولسمشر غني او هم ډاکټر عبدالله ته راپور ورکوي

روهي (څلورنۍ/۱۰ د مرغومي)، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ به د افغان حکومت او طالبانو تحريک د سولې مرکچي پلاوي د بين الافغاني خبرو دويم پړاو د قطر پلازمېنه دوحه کې پيل کړي. 

د حکومت د سولې مرکچي پلاوي ترمنځ څه وخت وړاندې په دې چې چاته راپور ورکړي او له چا مشوره واخلي دوه لېدلوري رامنځ ته شوي وو، چې يو یې د ارګ او بل یې بيا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا طرف کولو. 

د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي نن ورځ کابل کې په يوې ناستې کې ويلي دي، چې دغه پلاوی به هم ولسمشر محمد اشرف غني او هم د مصالحې عالي شورا مشرتابه ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کوي. 

ستانکزي د مصالحې عالي شورا د نېمګړي جوړښت په اړه ويلي دي، چې تراوسه هم د شورا د عمومي مجمع یوه برخه بشپړه شوې نه ده او خلک غواړي چې هلته پراخ ګډون ولري.