اوونۍ وروسته دويم پړاو پيلوي؛ د حکومت مرکچي پلاوی وايي چې دا پړاو کې دوه مهم مسايل دې چې پر خبرې او ټنېګار کوو

روهي (څلورنۍ/۱۰ د مرغومي)، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې ميلادي کال د جنوري مياشتې په پنځمه نېټه به د طالبانو او افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي د بين الافغاني خبرو دويم پړاو په دوحه کې پيل کړي. 

د افغان حکومت مرکچي پلاوی وایي چې د جګړې غوڅ پرې کېدل يانې بشپړ اوربند او د جمهوري نظام ساتل د خبرو دا ځلې پړاو کې د دوی لپاره دوه اساسي مسايل دي.  

د حکومت  د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو د انسټيټیوټ له لوري جوړه شوې ناسته کې ويلي، "لومړی د امنیت بحث دی چې د افغانستان د خلکو لپاره ډېر حساس او اهمیت لري. په دې دلیل چې د امنیت په بحث کې له اوربند څخه شروع د خلکو، لارو خوندیتوب او همدارنګه د نشه يي توکو مطرحه کول دي."

دوی ډاډ ورکوي چې په سولې مذاکراتو کې به د هېوادوالو ټول حقونه او دغه راز د جمهوریت نظام ساتل دوی ته مهم لومړيتوب وي.

د بين الافغاني خبرو په لومړي  پړاو کې د طالبانو او حکومت مرکچي پلاوو  يو او بل ته د هغه مسايلو نوملړ سپارلی وو، چې دويم پړاو کې به پرې بحث او خبرې وشي.