د کرونا وبا او د خلکو په ورځني ژوند یې اغیز

روهي ( څلور نۍ/  ۹ د مرغومي)،   د افغانستان عامې روغتیا وزارت مسولین وایي هېواد کې د کرونا ۹۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.
 
روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۹۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۴۲۸ ته رسېدلی دی. 
 

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۶ تنه مړه شوي او ۱۰۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. 

کرونا وبا په ټوله نړۍ د افغانستان په ګډون د ډیرو خلکو په ژوند او کاروبار اغیز وکړ چې خلک د دوهمې څپې راتګ سره د کرونا ناروغۍ اندیښمن کړي.
 
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۱۹۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱ زره او ۹۰۱ ته لوړ شوی دی. 
 
د روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی وایي چې د دوهمې څپې خبریدو لپاره یې بشپړ تیاری نیولی د ناروغانو لپاره یې زرګونه بستریز مرکزونه د کابل او ولایتونو په ګډون جوړ کړي.
 
د یادونې ده چې یاد وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.