د غور ولایت جام منار د اسلامي نړۍ کلتوري میراثونو (ایسیسکو) کې ثبت شو

روهي ( څلور نۍ/  ۹ د مرغومي)، د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي نړۍ ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (ایسیسکو) په خپله درېيمه ځانګړې ناسته کې د افغانستان دا وړاندیز چې منار جام د اسلامي نړۍ په کلتوري میراثونو کې ثبت شي، ومانه.
 
د افغانستان اسلامي جمهوریت او همدا شان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت تاریخي عابداتو ریاست مسولین وایي هڅه کوي څو د افغانستان نور تاریخي عابدات او مهم ځایونه له ایسیسکو سره ثبت کړي.
 
 د غور جام منار په ۲۰۰۲ کال کې د ملګرو ملتونو په علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو کې د نړۍ د کتلوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی وو.