جلال اباد کې د ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶ پروژو چارو پیل شوې

روهي ( درې نۍ/  ۸ د مرغومي)، د ننګرهار رسنیز دفتر وایي چې د مرکز جلال اباد ښار کې د ښاري پانګونې ادارې له لورې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د ۷۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶ پروژو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
 
د  د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، د جلال اباد ښاروالۍ په چوکاټ کې د ښاري پانګونې ادارې له لورې د ۷۸،۵ ميليونه افغانيو په ارزښت په دې پروژو کې څه باندې پنځه کيلومتره د دوه سړکونو اسفالت کول، د ۱۸ کيلومتره په اوږدوالي د درې سړکونو جغل اندازي او د درې کيلومتره په اوږدوالي انګور باغ څخه تر هوايي ډګر پورې د کانال پاکول شامل دي .
 
په ورته مهال  د جلال اباد ښاروال انجینر اباسین بهیر وویل، د ښاروالۍ له لورې به ځآنګړې انجینران وګماري، ترڅو د یادو پروژو د کیفیت او ساختمان څخه یې وخت په وخت څآرنه وکړي .