ټول د عثماني خپلوان دی ملي امنیت د روغتیا وزارت څلور مهم کسان د لسګونه زره ډالرو رشوت اخیستو په تور نیولي...

روهي ( درې نۍ/  ۸ د مرغومي)،  لویې څارنوالۍ په رسمي توګه د فساد په تور د روغتیا وزارت د څلورو کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
 
 سرچینې وایي د افغانستان لویې څارنوالي او د ملي امنیت ځواکونو د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني ورور،شکران عثماني، فریدون عثماني د روغتیا وزارت لوی سلاکار، کاوه سرمست زاده د وزیر تره زوی او حامد حمیدي چې د وزیر د ترور زوی کیږي د فساد په تور نیولي.
 
د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي رسنیو ته په یوه لېږلي ویډيويي پیغام کې ویلي، لویې څارنوالي او د ملي امنیت ریاست په ګډه همغږۍ سره دغه کسان د عامې روغتیا له وزارت سره نیولي دي.
 
  رسولي ویلي چې دا څلور کسان وروسته له هغه د دغې ادارې د منسوبینو له لوري د ملي امنیت ریاست په مرسته نیول شوي چې د روغتیا وزارت له یو شمېر ولایتي رییسانو څخه یې په میاشتني ډول له اویا تر اتیا زره ډالرو پورې رشوت غوښتنه کړې وه.
 
 رسولي ویلي چې نیول شوي کسان اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي. 
 
 هڅه مو وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزیر عثماني نظر له ځان سره ولرو خو له پر له پسې زنګ وهلو او له ساعت انتظار وروسته د روهي رسنیز مرکز همکار ته د روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.