د انرژۍ ملي شبکه ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټ سیستم سره وصل شوه خو کابل بیا هم ۱۲ ساعته توره تیاره...

روهي ( درې نۍ/  ۸ د مرغومي)، د افغانستان د انرژۍ ملي شبکه د ترکمنستان ۵۰۰ کيلو ولټ سيستم سره وصل شوه او راتلونکې اونۍ به فعاليت پيل کړی. د ترکمنستان له دې برېښنا به تر ۲۰۲۲ کال پورې فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ او کابل ولايتونه ګټه واخلي او د برېښنا کموالي ستونزه به يې هواره شي.
 
د افغانستان برښنا شرکت په خپاره کړي اعلامیه کې راغلي چې د  اوزبیکستان د برښنا ملي شبکو تر منځ د دوو سترو تړونونو لاسلیک د افغانستان برښنا شرکت له لوري ازبیکستان هېواد ته تللي لوړپوړي پلاوي هېواد ته د ازبکستان  برښنا انرژۍ راواردولو دوه نوي تړونونه لاسلیک کړل.
 
 اعلامیه کې راغلي په دې سفر کې افغان پلاوي له اوزبیک لوري سره د ۲۰۲۱ ز کال لپاره د برښنا پېرودل او د سرخان ـ پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ لېږدونکي برښنا مزي جوړولو پروژې د تړونونو لاسلیک کېدل شامل ؤ. 
 
بریښنا شرکت وایي ددې تړون پر بنسټ به ازبیکستان لوری د ۲۰۲۱ کال لپاره دوه زره او دوه سوه میلیون کیلوواټ ساعت برښنا افغانستان ته لېږدوي.
 
 ورته مهال د شوي تړون له مخې د سرخان – پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ لېږدونکې برښنا مزي چې د آسیا پرمختیایي بانک په مالي مرسته جوړیږي، عملي چارې به یې ۲۰۲۱ کال کې پيل شي، چې ددې  ۵۰۰ کیلوولټ پروژې د چارو په بشپړېدو سره به په لومړي او دویم کال کې ۴ میلیارد کیلوواټ ساعت برښنا او په نورو کلونو کې به نږدې ۶ میلیارد کیلوواټ ساعت برښنا افغانستان ته ولېږدول شي.
 
دبریښنا شرکت مسولینو ویلي چې دا تړونونه د افغانستان برښنا شرکت د سوداګرېزو چارو ریاست سرپرست صفي الله احمدزي او د ازبیکستان هېواد د برښنا ملي شبکو پرئیس جان داد ایساقلوف له لوري لاسلیک شول.