غواړئ چې پښېمان نه‌شئ؟

هغه ۶۹ ټکي چې د روانپوهنې د ۶۹ کتابونو هومره ګټور دي:
 
۱- لږ تر لږه په کال کې يو ځل د لمر پرېوتو ننداره وکړه؛
۲- د سبا له ‌پاره پلان جوړ کړه؛
۳- د «مننه کوم» عبارت ډېر کاروه؛
 
۴- په ژوند کې د خاموشۍ يا سکوت وقت وپېژنه؛
۵- د شاور لاندې حمام پر مهال ځان سره زمزمه کوه؛
۶- د کم‌عقلو په څېر چلند مه کوه؛
۷- د هر کوچني مناسبت د نمانځلو له‌پاره جشن ونيسه؛
۸- د اړتيا وړ توکي له ماشومانو پېره؛
۹- تل زده‌کوونکی اوسه؛
۱۰- په څه چې پوهېږې، نورو ته يې ور زده کړه؛
۱۱- د زوکړې په ورځ دې يو نيالګی وکره؛
۱۲- نوي ملګري پيدا کړه، خو زاړه هغه مه هېروه؛
۱۳- په مختلفو ځايونو او منظرو کې عکسونه واخله؛
۱۴- رازداره اوسه؛
۱۵- د خوښيو فرصت دې مه ځنډوه، په خپل وخت ترې خوند واخله؛
۱۶- پر نورو تکيه مه کوه؛
۱۷- هيڅ کله له نورو سره د خپل خوړو رژیم په اړه خبرې مه کوه؛
۱۸- خپلې تېروتنې دې ومنه؛
۱۹- بايد پوه شې، چې ټول خبرونه رښتيا نه وي؛
۲۰- اولاد دې له تنبېه يا رټلو وروسته په غېږ کې ونيسه او ويې نازوه؛
۲۱- ځينې وختونه د ځان له‌پاره اشپلاق وهه؛
۲۲- زړور اوسه، که نه وې هم تمثيل يې کوه؛ هیڅوک نه‌شي کولی د دواړو تر مینځ توپیر وکړي؛
۲۳- هيڅ کله مو د واده کاليزه مه هېروئ؛
۲۴- چا ته کنايه مه وايه؛
۲۵- هغه کتابونه دې خلکو ته امانت ورکوه، چې بېرته سپارل یې درته ډېر مهم نه وي؛
۲۶- خپلو بچو ته مو ووايئ چې تاسو فوق العاده يئ؛
۲۷- سهار وختي پاڅېږه؛
۲۸- هڅه کوه چې تل هوښيار اوسې، ځکه چانس ځينې وخت ډېر په کراره ور ټکوي؛
۲۹- تل دې ساعت پنځه دقيقې وروسته پرېږده؛
۳۰- هیڅ کله هيله‌من خلک مه ناهيلې کوه، ښايي يواځينی درمل يې همدا وي؛
۳۱- کله چې له کوچنيانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی کټوونکي شي؛
۳۲- هيچ کله دې د مبايل په پيغام ځای کې بې‌معنا او بې‌مفهومه پيغام مه ساته؛
۳۳- وخت پېژندونکی اوسه؛
۳۴- له ناوړو اشخاصو لرې اوسه؛
۳۵- بچو ته دې په پيسو ورکولو کې کنجوسي مه کوه؛
۳۶- څنګه چې يې همدا اصالت دې تل ساته؛
۳۷- هيڅ کله دې په رقيب باور مه کوه؛
۳۸- له حد نه ډېر مهربانه اوسه؛
۳۹- د غوسې پر مهال هيڅ کار ته لاس مه ور وړه؛
۴۰- د خپلو ستونزه لامل بل څوک مه بوله؛
۴۱- د خپلې ښځې/مېړه تر ټولو ښه ملګرې/ملګری اوسه؛
۴۲- تر هغې دې چې بله ښه دنده نه وي پيدا کړې، شته دنده دې مه پرېږده؛
۴۳- هڅه وکړه چې د ځمکې پر مخ تر ټولو بااحساسه او ګټور انسان اوسې؛
۴۴- چا ته په زړه کې کينه مه ساته؛
۴۵- ټولو ژونديو موجوداتو په ارزښت قايل اوسه؛
۴۶- ماته دې په راحتۍ او خوښۍ ومنه؛
۴۷- کله چې بريالی شوې، وياړ دې په نورو مه خرڅوه؛
۴۸- په بې‌ارزښته مسايلو ځان مه بوختوه؛
۴۹- هيڅ کله چا ته مه وايه چې ګوندې ستړی او خفه ښکارې؛
۵۰- تل دې خپلې ژمنې ته وفادار اوسه؛
۵۱- تل هڅه کوه چې بېلتون دې په اړيکو بدل کړې؛
۵۲- دا دې عادت وګرزوه؛ حتا کله چې ناارامه هم وې، ځان دې اسوده ښیه؛
۵۳- ژوند ته په سخته سترګه مه ګوره؛
۵۴- هيڅ کله جواري ونه‌کړې؛
۵۵- چې له سخت کار سره مخ شوې، ځان ته ډاډ ورکړه چې ماته نه منم؛
۵۶- خپل وسايل دې ښه ساته؛
۵۷- دا تمه مه ساته، چې ګوندې نېکمرغي په پيسو کې ده؛
۵۸- د نورو بدلون له‌پاره ډېره هڅه مه کوه؛
۵۹- تل په ظاهر کې ښکلی او شيک پوشه اوسه؛
۶۰- پلونه له منځه مه وړه، ښايي بيا له سينده پورې‌وتو ته اړ شې؛
۶۱- ځان ته په کمه سترګه مه ګوره؛
۶۲- متواضع او خاکساره اوسه؛
۶۳- د موټر دروازه دې تل قفل ساته؛
۶۴- د بخښلو ځواک دې مه هېروه؛
۶۵- له هغو خلکو سره ډېر محتاط اوسه، چې درته وايي؛ ډېر صادقه يې؛
۶۶- زړې ملګرتياوې دې بېرته را تازه کړه؛
۶۷- په دې لټه کې اوسه، چې ژوند درته تل نوی پيغام لري؛
۶۸- د خوښې وړ کتاب دې يو ځل بيا ولوله؛
۶۹- داسې ژوند وکړه چې د قبر په ليکدړه دې وليکل شي: «دلته هغه څوک ويده دی چې په ژوند کې له هيڅ شي پښېمان نه و».