د روح ویټامینونه  

اروايي فشار، ژور خفګان او ټولې رواني ناروغۍ له چاپېریال سره زموږ د ژوند د تفکر د ډول او لیدلوري حاصلات دي. موږ کولای شو، چې په یوه دروني انقلاب سره پخپله روحیه او شاوخوا خلکو کې مثبت بدلون رامنځ ته کړو او پر خپلو اروايي ستونزو باندې مسلط شو. څنګه چې زموږ ډېرې جسمي ستونزې د ویټامینونو د کمښت له امله وي، همدارنګه روحي ستونزې هم د ویټامینونو د کمښت له امله پیدا کېږي. دا چې د روح ویټامینونه څه دي، په دې لیک کې به یې درپېژنم. 
 
د نړۍ ټول وګړي د جسمي او اروايي روغتیا او سکون په تمه ژوند کوي. په دې نړۍ کې په میلیونونه خطرناک میکروبونه، باکتریاوې او ویروسونه زموږ جسم تهدیدوي. که چېرې پر موږ غلبه وکړي؛ نو په ډېرې اسانۍ سره مو په حدود د څو ورځو یا څو ساعتو کې له پښو غورځوي. اوس پوښتنه دا ده چې څنګه دا دومره ګڼ شمېر انسانان د دې مایکروسکوبي دښمنانو له تهدید او ګواښ سره سره بیا هم په ارامه ژوند کوي؟ 
 
ځواب ډېر ساده دی، د انسان بدن د داسې ډېرو ویروسونو پر وړاندې واکسین شوی او د یو دفاعي سیستم لرونکی دی. خو دا دفاعي سیستم د انسان د جسم او د هغه پر وړاندې شته دښمنانو پورې اړه لري. زموږ روح هم د ځانګړو دښمنانو او میکروبونو د خطر ښکار کېدای شي، چې دا هم له جسمي میکروبونو څخه کم نه دي. که چېرې د دې میکروبونو ښکار شو؛ نو د عصابو په کمزرتیا او په رواني ستونزو باندې اخته کېږو. د ژوند ناملایمات، مادي ستونزې، د خپلوانو مرګ، وسواس، په کورني ژوند کې ناکامي، خفګان، په خپل نفس بې‌باوري او نور د دې میکروبونو له جملې څخه ګڼلی شو. ځینې خلک په ډېرې اسانۍ سره دې مېکروبونو ته تسلیمېږي؛ خو ځیني بیا نه تسلیمېږي. د دې خطرناکو اروايي ناروغیو په وړاندې د کامیابۍ راز او رمز او د هغه واکسین څه شی دي؟ 
 
روحیه جوړونه 
 که چېرې انسان په کمزورې روحیې سره په نوي کور یا تر ټولو شیک او عصري وسایلو سره ژوند کوي، بیا هم ورته نړۍ یو دوزخ دی. 
زموږ په ژوند کې ټولې هڅې هغه که د کور یا موټر اخیستل او یا د مال ترلاسه کول وي، که چېرې دا ټول زموږ د ارامه او هوسا ژوند لامل نه شي، هیڅ ګټه نه لري. که چېرې موږ ټول عمر تلاش وکړو او له مادي اړخه د ځان او کورنۍ لپاره ارام ژوند جوړ کړو؛ خو د هغوی اروايي روغتیا او واقعي سکون غم ونه کړو؛ نو عمر به مو هسې بې‌معنا او بې‌ګټې تېر کړی وي؛ خو که برعکس مو کورنۍ له اروايي سکون سره خوشاله ورځې ولري، حتا که هغوی په یو ساده خونه کې هم ژوند وکړي؛ نو بریالي او نېکمرغه به وي. 
 
په دا دومره ډېرو شتمنو خلکو کې څوک حاضر دي، چې د یو ارام خوب لپاره خپله ټوله شتمني ورکړي؟ ایا د دې نعمت او د خپل روحي سکون ساتلو په قدر پوهېږو؟ ایا هره ورځ، چې له خوبه راپورته کېږو د خپل ځان او شاوخوا خلکو د روحيې ساتلو په غم کې یو؟ اوس چې دا لیکنه لولئ حالت مو څنګه دی؟ په حال یئ یا بې‌حاله او یا د سستۍ احساس کوئ؟ آیا کومه وسیله شته، لکه د ترمامیتر په څېر، چې زموږ د روحیې میزان معلوم کړي؟ هو! له نېکه‌مرغه شته. هر کله چې مو احساس کاوه، چې فعالیت او خلاقیت ته میل لرئ او زړه مو غواړي یو ګټور کار ترسره کړئ او په بشپړه توګه مو د ذهن بار مثبت دی، پوه شئ، چې حالت مو ښه دی. هر کله مو چې زړه او لاس کار ته نه ورته، زړه مو ونه غوښت څوک ووینئ یا د یو چا کور ته ورشئ او ناسمو کارونو تمایل مو پیدا کړ؛ نو ستاسو د ذهن بار منفي دی او پایله دا چې حالت مو ښه نه دی. 
 
که چېرې مثبته روحیه ولرو؛ نو زموږ له څېرې او نظر څخه د ګټورو موجونو په خورېدو سره زموږ د شاوخوا وګړو روحیه هم ښه کېږي او همداسې برعکس منفي روحیه هم زموږ حال خرابوي او هم زموږ د شاوخوا وګړو. د ژوند واقعیتونه خپله په خپل ذات کې نه‌ دردونکي دي او نه هم خوښۍ بخښونکي. دا زموږ برداشتونه دي، چې هغې ته مثبت او منفي بڼه ورکوو، یا د یوناني فیلسوفانو په قول؛ چې دا زموږ د افکارو او تلقین‌کولو طریقه ده، چې خپلې روحیې ته خپله بڼه ورکوو، نه بهرنۍ پېښې. 
 
څنګه چې د انسان جسم د روغتیا او شادابۍ لپاره بېلا بېلو ویټامینونو ته اړتیا لري، د انسان روح هم د تعادل لپاره قوت بخښونکي موادو او ویټامینونو ته اړتیا لري. دا قوت بخښونکي مواد څه کېدای، اوس یې در وپېژنم:
 
د جسمي ویټامینونو په څېر به دېته د روحي ویټامینونو نوم ورکړو، چې ښه درک شي. دا ویټامینونه عبارت دي له د L ويټامین، T1 ويټامین،T2 ويټامین،T3 ويټامین، D ويټامین،  Hويټامین،G ويټامین، E1 ويټامین، E2 ويټامین،  M1ويټامین،  M2ويټامین او V ويټامین. ټولې رواني ناروغۍ لکه وسواس، په نفس نه باور، تاوتریخوالی، ښوکارې لګول، ځان ازاري، مردم ازاري او داسې نورې اروايي ناروغۍ د روح ویټامینونو د کمښت معلول دي. حتا هغه کسان، چې د اروايي ګډوډۍ، د ژبې بندوالي، شپې له خوا ادرار کول او نور... ستونزو باندې اخته دي د روح ويټامینونو څخه رنځ وړي. پوهېږم چې ټول به فکر کوئ، چې دا د روح ویټامینونه څه دي؟ له کوم ځای یې باید پیدا کړو، ایا په درملتونونو کې پیدا کېږي؟ بیه یې څومره ده...؟؟؟ 
 
له نېکه‌مرغه دا ويټامینونه د جسم ويټامینونو برعکس په وړیا او پرېمانه پیدا کېږي. یوازېنی کار به دا وي، چې دا ويټامینونه وپېژنو او په سمه ټوګه یې وکاروو. 
 
د روح د ویټامینونو پېژندنه
۱- د L ويټامین: مسکا 
مخکې له دې چې موږ خبرې پیل کړو، زموږ څېره خبرې کوي. کله مو چې په څېره مسکا خوره وه؛ نو په واقعیت کې مقابل لوري ته سگنال ورکوو؛ چې له تاسو سره په مينه یا له زړه خبرې کوو، ستاسو وجود ما ته خوښي رابخښي، غوږونه مې ستاسو د خبرو اورېدو میل لري او تاسو ته کوم ضرر نه رسوم. نو چې په دومره عادي مسکا کولای شو دا ټولې مهربانۍ او محبت له خپلو عزیزانو قربان کړو؛ نو بیا ولې درېغ وکړو! همدا مسکا د روح ويټامین دی او ترشه ټنډه هغه مکروب دی، چې د نورو په روحیه کې یې تداعي کوو او مقابل لوري ته دا پيغامونه رسوو، چې ( زه نه غواړم ستا څېره ووینم، زما مزاحم کېږه مه، تا ته اهمیت نه درکوم، ژر مې له مخې لرې شه). یو چینايي متل دی: (هغه کاسب چې له مسکا سر بلد نه وي، باید د مغازې دروازه خلاصه نه کړي). یو مشهور ارواپوه سالیوان د علمي څېړنو له لارې دې پایلې ته رسېدلی؛ کله چې ماشومان له ترش ټنډه مور او پلار یا ښوونکو سره مخامخ کېږي، فکر کوي، چې ګناه یې وکړه یا ترې خطا شوې. له دې سره یې روحیه کمزورې کېږي او په نفس باور کول یې زیان مومي. هغه ماشومان، چې د مشرانو له خوا ښه راغلاست او مسکا سره مخامخ کېږي، باور کوي، چې ارزښمند دي. سالیوان وايي: ماشومان د خپل شخصیت ارزښت د خپل مور او پلار د چلند له اړیکو تنظیموي. مور او پلار د ماشومانو په نظر کې ستر ځواک وي، چې مسکا یې ماشومان ته په نفس باور کول وربخښي او ترشه څېره یې د ماشومان په روح کې د لرې والي احساس تداعي کوي. هغو خفه انسانانو ته چې د ژوند د شور له کمښت سره مخامخ دي، ارواپوهان وړاندیز کوي، چې هغوی باید خوشاله او خوښۍ بخښونکي چاپېریال ته وبلل شي. هغه کورنۍ نېکمرغه وي، چې لږ تر لږه په ټوله کورنۍ کې یو کس پکې شوخ طبع وي او د مسکا ويټامین د کورنۍ په ټولو غړو وېشي او افسوس په هغو چې د شوخ طبع خلکو په وړاندې سنګر نیسي او هغه ته د لوده فکر کوي. شوخ طبعي او لودګي په بشپړه توګه توپیر لري. چارلي چاپلین وايي: (زما لپاره ویاړ دا دی، چې په ټوله نړۍ کې ژړغونې څېرې په خندا بدلوم).
 
مسکا په ټولنیزو اړیکو او هم په کاري چاپېریال کې د معجزې په څېر اغېز کوي. که باور نه کوئ، امتحان شرط دی. یوه ورځ له سهاره تر غرمې له هر چا سره چې مخامخ کېدۍ په خندا او مسکا خبرې وکړئ او له غرمې تر ماښامه په ترشه ټنډه. شپې چې کله ویده کېده د ورځې دا دوه برخې سره پرتله کړئ، وګورئ، چې د سهار وخت مو ښه و او که له غرمې وروسته، سهار بریالي وۍ او که له غرمې وروسته، د دې ورځې خوږې خاطرې مو د سهار له خوا وې او که له غرمې وروسته؟ یوازې له همدې سادګۍ سره یې تجربه کړئ! 
 
۲- د T1ويټامین: خپل شاوخوا وګړو پام کول 
کله چې ماشوم له موږ سره خبرې کوي یا شعر را اوروي، که چېرې هغه ته پام وکړو، د پام ویټامین به مو د هغه په روح کې پېچکاري کړای وي او که چېرې په بې‌حوصلې یا بې‌پروایي سره هغه ته ارزښت ور نه کړل شي؛ نو د هغه روح به مو په بې‌پامۍ یا بې‌پروایۍ په ویروس سره خفه کړی وي. 
 
آیا تاسو په خپله ټولنه کې خپل ماشوم، ښځه، مېړه، مور، پلار، خور او ملګرو ته پاملرنه کوئ؟ پام (توجه) د روح له ویټامینونو څخه دی. له (پام) سره موږ خلکو ته سلامت روح او ځواک وربخښو. 
  
موږ باید له ځانه وپوښتو، کله چې د مقابل لوري مخې ته درېږو، آیا هغه ته مو پام دی؟ کله چې مو ښځه ښه پخلی کوي د هغې هنر ته پام وکړئ، خپلو لویانو ته مو پام وکړئ، کله چې یو ماشوم له ساده رسامۍ سره (ستاسو په نظر به بې‌خونده وي) ستاسو خوا ته راشي، هغه ته پام وکړئ او هغه وستایئ. همداسې نورو ډېرو مسایلو په اړه، چې تر دا دمه تاسو فکر کوئ پام مو ورته نه دی کړی، یو نظر وکړئ او هڅه وکړئ، چې تر دې وروسته به ورته پاملرنه کوئ. د پاملرنې په اړه ډېرو معلوماتو ته اړتیا نشته، په پوره باور سره ویلای شم، چې دا پاملرنه به ستاسو په کورنۍ، دندې او ملګرو اړیکو کې د معجزې په څېر اغېز وکړي. 
 
۳- د T2ويټامین : هڅونه (تشویق) 
د ارواپوهانو د نویو څېړونو په پایله کې په ډاګه شوې، چې د هڅونې اغېز د تنبیه څو برابره دی. د ماشومانو هڅونه د دې لامل کېږي، چې په هغوی کې د ذوق ځواک را پیدا کړي او په پایله کې ډېر لږ د تنبیه اړتیا احساس کېږي. د مرحوم دهخدا په فرهنګ کې د شوق له کلمې څخه وروسته د شوقستان کلمه راغلې ده. ایا زموږ ماشومانو ته زانګو، ښوونځی او پوهنتون شوقستان دي!؟ زموږ اولادونه د هڅونې ویټامین ته زښته ډېره اړتیا لري، ترڅو په شوق او شور سره ښوونځي ته لاړ شي. د خپلو ماشومانو د هنري کارونو لکه لیک، رسامي، شعر او یا ورزش په وړاندې زموږ غبرګون هڅونکی دی که تحقیرونکی؟ ایا موږ هغوی دې کارونو ته هڅه‌وو او که ورته وایو، چې د دې بې‌ځایه کارونو پر ځای په نورو ګټور کارونو باندې زیار وباسه؟ 
 
هڅونه او د شور او ذوق رامنځ ته کول د روح ویټامین دی. له دې ويټامین څخه درېغ مه کوئ. کله مو چې اولادونه مریضان شي، بیا سرګردانه شپه او ورځ په ډاکټرانو پسې منډې وهو او خپل ټول وخت او پيسې لګوو. ایا روح درته له جسم څخه کم ارزښت لري؟ حاضر نه یئ چې د خپلو اولادونو د مثبتې روحیې لپاره لږ مصرف وکړئ؟ هڅونه تل مالي لګښت ته اړتیا نه لري، بلکې کله کله یوه مسکا، یو بارک الله او یو ساده آفرین یا شاباسی د پام وړ ذوق او مینه رامنځ ته کوي. ماشومان دومره قانع کوونکي او منونکي دي، چې په یو آفرین انرژي اخلي، خو کله بیا موږ دومره کمزوري او بې خونده شو، چې که چېرې خپل اولاد ته یو ځل بارک الله ووايو؛ نو د هغې ترڅنګ څو داسې ترخې خبرې او شکایتونه کوو، چې هغه د هڅونې د ویټامین اغېز په بشپړه توګه خنثا کړو. د بېلګې په ډول: وايو آفرین، خو پرون دې ډېر بد کار کړی و. مطلب دا چې آفرین؛ خو تېره ورځ دې ښه نمره ده نه ده اخیستې، له دې سره دې د هغه د هڅونې ويټامین بیا وواژه. 
درنو مېندو، پلرونو او ښوونکو لږ تر لږه له یو ساده آفرین څخه درېغ مه کوئ. 
 
۴- د T3 ویټامین: تفریح 
  موږ (انسانان) د ورځنیو کارونو، اقتصادي ستونزو، له فشاره ډکه سیالي او داسې نورې سرګردانیو له امله ستړي کېږو. که چېرې دا ستړیا رفع نه کړو؛ نو ناهیلي او بې‌وسه به شو. تفریح زموږ جسمي او روحي بالتۍ چارجوي. د اونۍ او کال رخصتیانې د همدې لپاره په نظر کې نیول شوې دي. په بهرنیو هېوادونو کې معمولاً د اونۍ په اخر کې دوه ورځې رخصتي وي او هغوی ټول په دغه ورځو کې خپل پلانونه برابروي او هیڅ کله دا ورځې په بې‌کارۍ نه تېروي. له همدې امله د اونۍ په پیل کې ښه په شوق او مینه خپلو دندو ته حاضرېږي او خپل کار او چارې په ارامه ذهن سره پر مخ وړي. له بده‌مرغه زموږ په هېواد کې رخصتۍ په بې‌کارۍ او عبس کارونو سره تېرېږي او د اونۍ په لومړۍ ورځ نه یوازې ستړي یو، بلکې ډېر په نه زړه خپلو دندو ته حاضرېږو. په اصل کې زموږ د ټولنې د خفګان اساسي علت همدا سرګرداني، لږه تفریح او روحي ستړیا ده.
 
تفریح واقعاً یو روحي ویټامین دی. ډېر خلک په ځانګړي ډول زموږ مېندې تفریح نه کوي او هغه د ځان لپاره لازم نه بولي. دوې دا هېروي، چې انسان مثبتې روحیې او ارامه ذهن لرلو لپاره تفریح ته اړتیا لري. تر ټولو ارزانه تفریح، چې موږ ته په نړۍ کې رارسي هغه طبیعي خندا، خوشالي او شوخي ده؛ نو د دې لپاره موږ باید د غم او غوسې لاملونه له خپلو پروګرامونو څخه لرې کړو او د هغوی ځای په خپلو خوښيو ډک کړو. تفریح له خپلوانو یا ملګرو  کره تګ راتګ هم کېدای شي؛ خو په دې شرط، چې ساده، بې‌تکلفه او دوستانه وي، نه داسې مېلمستیا چې له تکلیف، ځان ښودنې او اصراف څخه ډکه وي. 
 
نن ثابته شوې، چې تفریح د روح له حیاتي ويټامینونو څخه ده. له خندا یې پیل کړئ، پارکونو ته لاړ شئ، کم مصرفه لنډ سفرونه هم ډېر اغېزمن دي. که تاسو خپله د دې حوصله نه لرئ، لږ تر لږه خو د خپلو ماشومانو په اړه فکر وکړئ. هغوی دې ويټامین ته جدي اړتیا لري. 
 
هڅه وکړئ، د خپل له کورني فرهنګ او بودېجې سره سم مناسبه تفریح وټاکئ او د ټول کال په اوږدو کې یې پلان کړئ. که چېرې تفریح خاص تر میاشتې او موسم پورې منحصره کړئ؛ نو موقتي اغېز به ولري. انسان په ځانګړي توګه ځوان نسل په هر موسم کې په خاص ډول مني او ژمي کې تفریح ته اړتیا لري. له همدې امله غوره ده، چې د ټولو موسمونو لپاره یو پلان ولرئ. له دې سره به ستاسو او ستاسو د کورنۍ غړو روحیه له دې ويټامین سره د تل لپاره خوشاله او تازه وي. 
 
۵- د D ويټامین: د مقابل لوري درک او سم پوهېدل 
د روح پنځم ويټامین چې له اختلافونو، مشاجرو، ناراحتیو او خفګان څخه مخنیوی کوي، هغه سم پوهېدل دي. حضرت مولانا په دې اړه داسې افسوس کوي:
 
مُردم اندر حسرت فهم درست
سم پوهېدل یعنې څه؟ موږ د ډېرو پېښو په اړه داسې پوهېږو، چې ګوندې سم پوه شوي یو او دا پوهېدنه زموږ د خپل سبک، سلیقې او خپلو ګټو له نظره وي. ډېر اختلافات او دعوې له همدې اصل څخه رامنځ ته کېږي. هر څوک په خپل اند او خپله ګټه ښه پوهېږي. که چېرې موږ دا ځواک ولرو، چې خپل ځان د مقابل لوري ته ځان په اصولو کې برابر وبولو او له تعصب او ځان خوښۍ لاس واخلو او خپلې شخصي ګټې په نظر کې ونه نېسو؛ نو هغه وخت به ډېر ناسم پوهاوی او اختلافات حل شي. اکثر ارواپوهان شلمې پېړۍ ته د ناسم پوهاوي پېړۍ نوم ورکوي او د ښځې او مېړه ترمنځ په ګډ ژوند کې د ډېر اختلافاتو لامل همدا ناسم پوهاوي بولي. ښځه مې نه شي درک کولای، بچی مې نه پوهېږي، مور مې خبرې سمې نشي اخیستلی، ملګري زما په خبرو سم نه پوهېږي... آیا یو ځل خپل ځان ته هم زحمت ورکولای شو! چې نړۍ ته د خپلې ښځې، بچي، مور او یا کارکونکي له نظر وګورو؟ کله چې دوه موټر چلونکي سره ټکر وکړي او دې ته چمتو نه وي، چې پېښې ته له اصلي اړخه وګوري، بلکې هر یو ورته له خپلې زاويې ګوري. که په دې وخت کې یو سپین ږیری دا دواړه سره پوه کړي، دواړه به وايي، چې ځار له هوښیار سړي نه! 
 
مشران ځوانانو ته نصیحت کوي. که چېرې ښه ژوند غوښتونکي یاست، باید یو بل درک کړئ. ښځه/مېړه، پلار، مور او ملګري مو درک کړئ. 
 
اوس ښایي درسره دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې درک کول یعنې څه؟ یعنې خپل ځان د بل په ځای کې درول او د بل له نظره قضیې ته کتل (پرته له تعصب څخه). 
 
کله مو چې ځان د بل په ځای کې ودراوه او مقابل کس خپل ځان ستاسو په ځای کې ودراوه؛ نو بویه چې تاسو دواړو یو بل د پوهاوي ویټامین لپاره مېلمانه کړي. راځئ همدا نن مو ښځه/مېړه، مور، پلار، اولادونه، ښوونکي، ملګري، کارکونکي او... د دې وېټامین لپاره را وبولئ. ډېر ستونزمن نه دی. بسنه کوي، چې یوه اونۍ په کورنۍ یا کاري چاپېریال کې ځان ته د بل کس پر ځای فکر وکړئ. که چېرې مو اړیکې ښې شوې؛ نو خپله دا تجربه مو له نورو سره هم شرېکه کړئ. باور وکړئ، چې د باور نه کولو تجربه ده.  
 
۶- د H ويټامین: ښکلا خوښونه 
حسن، ښکلا، ښه‌والی، فضایل او هر ښه شی/پدیده د روح د ویټامین په حکم کې دی. هڅه یوازې دا ده، چې هغه پیدا کړئ. زه نه وایم، چې زشتي نشته، ډډه ترې وکړئ او عبث خوشاله شئ، بلکې وایم، ځان باید عادت کړو، چې ښایستونه وګورو، تر څو د ښایستونو او زشتۍ ترمنځ تعادل وساتل شي. وایي: زشتي ډېره ده؟ اساسي ټکی همدلته دی. که چېرې د ښایستونو له څنګه په ارامه لرې شې او زشتي د ذره بین لاندې ونیسې، ښکاره ده، چې زشتي به ډېر په نظر درځي. 
 
ټول انسانان، حیوانات حتا نباتات او جامدات (سخت شیان) هم ښایستونه لري او هم زشتي، ګل هم عطر لري او هم اغزی، مثبت فکره انسان د هغه له خوږ بوي، ښایست او تازه‌ګۍ نه خوند اخلي او منفي فکره انسان د هغه له اغزي او ډنډر نه فریاد کوي. زموږ روح د ښایست په لیدو سره شاداب او له زشتۍ سره مړاوی کېږي. اوس انتخاب ستاسو په لاس کې دی، شادابي غواړئ او که مړاویتوب؟ 
 
زردشت وايي: اهورا او اهریمن دواړه په تا کې دي، انتخاب یې کا، له کوم یو سره ژوند کوې، له خیر او که شر سره، له ښایست او که زشتۍ سره !؟ 
 
هغه مشهور مثال هم دریادوم، چې مثبت فکره انسان نیم ډک ګیلاس ویني او منفي فکره انسان نیم خالي ګیلاس ویني.
(له بد حالت نه ښه حالت ته) دا د امریکا متحده ایالات د پنسیلوانیا پوهنتون د درمل پېژندو څېړنیز کتاب دی، ښه حالت د مثبت فکر کولو، سم فکر کولو او د ښکلا خوښونې حاصل دی. بیا نو هڅه وکړئ، چې د خپل شا او خوا د خلکو ښایستونو ته تر بدرنګۍ په رنګینو سترګو وګورئ. هغه وخت به متوجه شئ، چې هغوی دومره هم بد نه دي، څومره چې تاسو فکر کوئ. 
 
۷- د G ويټامین: غوږ نیونه 
غوږ نیول په واقعي معنا د هنر کلمه ده. آیا موږ په پوره غور سره د نورو خبرو ته غوږ نیسو؟ مثلاً موږ کله د ښځې/مېړه او د اولادونو خبرو ته غوږ نیسو؟ ولې یوازې د هغوی اواز اورو او نور مو سم پام نه وي، چې څه وايي!؟ کله چې سم غوږ ورته ونه نیسو؛ نو ښکاره ده، چې له مقابل لوري هم سم درک او پوهه نه شو ترلاسه کولی. 
 
کله چې سم غوږ ونیسو، حتا نظر د اورېدو حس لري. وايي: اورېدونکي ویونکی په شوق راوست. سم غوږ نه نیول د دعوې مقدمه ده. تر ټولو بد ډول غوږ نیول دا دي، چې دوه یا څو کسان سره خبرې کوي او هیڅ یو د یو بل خبرو ته غوږ نه نیسي. دا ډول خلک له غوږ نیولو نه بېزاره دي؛ خو د خبرو په کولو نه ستړي کېږي. 
 
د ګشتالت ارواپوهانو په مکتب (د آلماني ارواپوهانو مکتب) کې ویل شوي دي، (څوک چې غوږ نیسي، هغوی دعوې نه وهي او هغوی چې دعوې وهي، غوږ نه نیسي). کله چې د چا خبرو ته غوږ نه نیسو؛ نو د ویټامین پر ځای د بې‌ارزښتۍ ویروس مقابل لوري ته پاشو. ایا فکر نه کوئ، چې تاسو ډېر وخت له خپلې ښځې/مېړه یا اولادونو یا هم له پخواني ملګري/ملګرې سره، چې کوم اختلافات لرۍ، هغه د دې ویروس له امله دي!؟ او فکر نه کوئ، د هغه علاج د یو G ویټامین حب قرص (د خپلولو او خوږولو ټابلیټ) دی، چې د خبرو اورېدو په وخت کې هغه خپل کړئ. 
 
۸- د E1 ویټامین:  احترام او قدرداني 
د روح اتم ويټامین احترام او قدرداني ده. موږ د ځان او نورو نږدې ملګرو بریالیتوب غواړو، دا لازم بریالیتوب په نفس باور کول دي. په نفس باور نه درلودل هم بې احترامي ده. که د خپلو اولادونو احترام ونه کړئ؛ نو بویه چې د هغوی په نفس باور باندې مو حمله کړې؛ لکه د ونې ډډې باندې، چې د تبر ګوزار وکړې. ولې د هغوی د نه بریالي کېدو هڅه وکړو؟ نورو ته بې احترامي کول له خپل ځان سره دوښمني او په ځان د نفس باور له منځه وړو لامل کېږي. 
 
بې احترامي د ویونکي او اورېدونکي ذهن په دروني خبرو کې مشغولوي. اورېدونکی وایي: ولې یې دا خبرې ماته وکړې؟ ولې مې هغه ځواب ورکړ؟ کاش چې په بل ډول مې ویلي وای. ویونکی وايي: ښه حق مې ورته په لاس ورکړ، ښایي له ما سره عقدیي شي، که چېرې له ما سره جنجال وکړي، نو بیا ؟ دا او ورته خبرې به مو د ذهن حواس‌تېتول او ذهني بوختیا په دوه برخو ووېشي (د ذهن دواړه خواوې؛ ښي او کیڼ اړخونه جلا بوختېدل) حتا مثبت فکرۍ مصلحت او سمونې لپاره به هم فرصت ونه لرې. 
 
زموږ ماشومان باید د روښان‌فکرۍ لپاره سالم روحي وده وکړي، که چېرې د بې احترامۍ او تحقیر سبب شي، د هغوی ذهني تصور به له ځان څخه معیوب شي او له ناوړه سلوک پرته به بله ثمره ونه لري. په هر حال د هغوی دردونکې پایلې به خپله بېرته زموږ په لور راڅرخېږي. نورو ته قدرداني او احترام نه یوازې د هغوی په نفس باور لوړوي، بلکې زموږ په نفس باور هم لوړوي. څه پوه شوئ؟ آیا اکثر کورني اختلافات له همدې ویټامین د نه‌شتون له امله نه دي!؟ 
 
احترام، قدرداني او شکر کول د روح مولټي ویټامین Multi-Vitamin)) دی، چې زموږ په اختیار کې دی. د حضرت علي رض وینا ده: ( که چېرې د انسان حرمت ته احترام وشي؛ نو د شر میل به په هغه کې کم شي او که چېرې یو کس د حقارت ډېرې ټېټې کندې ته وغورځوو؛ نو له شر څخه به یې په امان کې ونه اوسو). 
 
د احترام، قدردانۍ او مننې له مولټي ويټامین Multi-Vitamin)) څخه په وړیا توګه ګټه واخلئ. 
 
 ۹- د E2 ويټامین: نیوک‌منل (انتقاد پذیری)
نیوک‌منونکي اوسئ؛ نيوکه اصلاً په خپل ماهیت کې مثبت ټکی دی، ځکه چې د دې په درک سره به خپلې موضوع ستونزې ته د بدلون او تر هغې هم غوره لار پېدا کړئ. په حقیقت کې تاسو باید په خپلو ځینو بریاوو کې د همدې نیوک‌کوونکو او منتقدینو مدیون اوسئ. که کله یو چا ستاسو په بد اخلاقۍ نیوکه وکړه یا که یو چا درته وویل، چې چغو پر ځای په ارامه خبرې وکړه او داسې نور... مطمئن اوسه، چې تاسو ته د خوښۍ او سلامتۍ په لور لارښونه کوي. د سالمو نیوکو په اساس د خپل پرمختګ او ودې په اړه فکر وکړئ. ممکن ځينې وخت ستاسو ټول کارونه له نیوکو سره مخامخ شي، خو مایوسه کېږه مه او له کار څخه مو په شا نه شې. تل د  E2ويټامین یعنې نیوک‌منلې په مرسته له خپل ځایه پیل وکړئ او خپلې کمزورې نقطې مو ورغوئ او کوښښ وکړئ، چې تل له لاندې نه بره حرکت وکړئ او دا حرکت مو سرچپه نه شي. له دې سره به خوښي تاسو ته لاس درکوي.
 
۱۰- د M1 ویټامین: مینه او محبت
دا ويټامین د روح تر ټولو اساسي ویټامین دی، ټول عمر پسې ګرد ګرځو. موږ د نورو د مینې را جلبولو لپاره ډېره هڅه کوو؛ خو که چېرې موږ پوه شو، چې د دې ویټامین پیدا کولو لپاره حیات بخښنه کافي ده؛ نو ډېر ساده باید له نورو سره مینه وکړو، چې له بې لارۍ وژغورل شو. 
 
مشهور ارواپوه او ټولنپوه اریک فرام په خپل کتاب (د مینې د هنر زده‌کړه) کې وايي: هر څوک وايي تا سره مینه لرم؛ خو دا مینه یوه معامله ده، ځکه هغه مهر اخلي، تر څو مینه وړاندې کړي. لکه یو پلورنکی چې د پیسو په بدل کې یو جنس پلوري. دغه مهر بالغ نه دی، بالغ مهر لکه اولاد سره د مور مینه ده؛ چې د ټولو زحمتونو ګاللو سره بیا هم له خپل اولاد نه د څه شي تمه نه لري. دا لکه د مینې سره مینه ده، چې په عرفان کې په دې اړه ډېر څه ویل شوي دي. بالغ مهر سترګې نه لرل دي او له نورو سره مینه کول د زړه د رضایت باعث کېږي. 
 
د زړه رضایت د روح له مهمو لاملونو څخه دی. ښایي تجربه کړې به مو وي، چې په بس یا مېټرو کې مو خپل ځای له ځانه مشر ته پرېښی وي، په دغه شېبه کې تاسو ته د زړه د رضایت احساس لاس درکوي او دغه مهال مو روح یو ډول د پام وړ خوشاله او تازه شي. ښايي په ظاهر کې همدا د کم روحۍ چارج مو په دې ورځ کې د روح د ارامتیا باعث شي. په همدې ترتیب له هغو خلکو سره ډېره مینه کول، چې هیڅ یې نه پېژنو، هم موږ ته همداسې د زړه رضایت او سکون راکوي. لکه خپل د روح تصویر مو چې په یوه رنګین دسترخوان میلمه کړی وي. ځینې وخت مینه کول او د زړه د رضایت احساس رامنځ ته کول ډېر ساده او ډېر په راحتۍ سره ترلاسه کېږي. لکه : د یوې ناسمې لارې څخه د ړوند انسان ژغورل، چې تر کلونو کلونو پورې به دا خاطره ستاسو روح ته ارام دربخښي. که چېرې دا ويټامین په پلورنځیو او مغازو کې پلورل کېدای؛ نو دې ته به حاضر وۍ، چې په بیه یې واخلئ؟ 
 
یوه هندواڼه؛ چې د هغې اساسې برخه یوازې اوبه دي او یوه ورځ وروسته د هغې اغیز بېرته له منځه ځي، په ځانګړې بیه یې پېرو، خو د زړه رضایت او سکون، چې کلونه کلونه د هغه فکر تاسو ته خوشالي او ارامي دربخښي، څومره بیه او قیمت ورته ټاکئ؟ ۱۰۰۰ افغانۍ یا له دې هم ډېرې؟ نه، د دې لپاره پیسو ته اړتیا نشته، بس یوازې مینه وکړئ. 
 
۱۱- د M2 ویټامین: مطالعه 
هڅه وکړئ چې هر شپه لږ تر لږه ۲۰ دقیقې مطالعه وکړئ. مطالعه نه یوازې ستاسو عمومي اطلاعات، معلومات او پوهه لوړوي، بلکې ستاسو شا او خوا ته په غیرمستقیمه توګه یو ډول مثبت یادګیري هم رامنځ ته کوي. د ذوق وړ موضوعات مطالعه کول د ذهن او فکر د ورزش او ارامتیا باعث کېږي او ذهني ستړیا مو لرې کوي. دا ویټامین هم تجربه او امتحان کړئ.
 
۱۲- د Vويټامین: ورزش 
ورزش یوازې د سالم بدن ساتلو لپاره نه دی. د ارواپوهنې علم دې پایلې ته رسېدلی دی، چې ورزش د روح یو ويټامین هم دی. څو دقیقې ورزش وکړئ بیا له ورزش مخکې او له ورزش وروسته خپله روحیه پرتله کړئ. دا یو پېښېدونکی امر نه دی، ورزش د بدن د سموم(ګرم او خفه‌کونکی باد) له منځه وړلو علاوه نور ګټور هورمونونه ترشح کوي، چې زموږ د تازه کېدو باعث کېږي. زموږ عضلات د حرکت او خوځېدو لپاره پیدا شوي دي، نه ارام ته. که چېرې یې خپله له حرکت څخه محروم کړئ؛ نو بدن به مو مړاوی او روح به مو خفه کړی وي. اړینه نه ده، چې ورزش په کلب او له ځانګړو وسایلو سره په ډېر وخت او لګښت سره ترسره شي. حتا د ورځې ۱۵ دقیقې ساده ورزش او نرمش او یا په منظم شکل سره پلي تګ (داسې عادي پلي تګ نه، لکه کار ځای ته چې ځئ) سره به د ژوند په هر عمر کې تازه وۍ. دا هم یو ځل تجربه کړئ؛ په یوه اونۍ کې څو ساعته ورزش یا پلي تګ کول، کوم ستونزمن او سخت کار نه دی. له نېکه مرغه په دې موجوده پېچیده چاپېریال کې به د ورزش لپاره مناسبه او شنه فضا تقریباً په هر ځای کې موجوده وي. 
 
د روح له دغو دولسو ویټامینونو څخه عملي ګټه اخیستل زموږ روحي ځواک او قدرت ډېروي. پوهان وایي: چې انسان یوازې ۱۵ نه تر ۱۰ سلنه پورې د خپل ذهن له قدرت څخه ګټه اخلي او ۹۰ سلنه نور همداسې باطل پاتې دی. راځئ! چې د خدای راکړي ځواک څخه پوره پوره ګټه واخلو، تر څو د ناهیلۍ پر ځای هیله، د عیب لټونې پر ځای ښکلې خبرې، د ویرې پر ځای زړورتیا، خفګان پر ځای د ژوند شور، د غم پر ځای خندا او د سستۍ پر ځای حرکت او فعالیت ولرو او خپله روحیه ځواکمنه کړو. 
 
(د انسان روحیه لکه انګار په څېر ده، که مړاوې شي، باد به يې په سکرو یا ایرو بدل کړي او که تازه وي باد به خپل خدمت ته ونیسي). 
 
ماخذ:
د حمید رضا اشرفي کتاب (استرس و افسردگی)، ۱۳۹۵کال، شپاړسم چاپ، تهران ـ ایران.