باور کولای شی؟ ډېر خوب  کول دا اضرار ولري

باور کولای شی؟ ډېر خوب  کول دا اضرار ولري

په نارمل توګه ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته خوب اړین دی. که چېرې له دې څخه ډېر لوږ  خوب وکړئ  ستاسو د ذهني اختلال لامل ګرځي او که چېرې له نارمل حد څخه ډېر خوب وکړئ بیا هم ستاسو  د صحت له پاره ضرر لري، دا چې د ډېر خوب کړلو ضررونه کوم دي راځئ چې په ګډه  سره یې ولولو.

ـ  د شکرې ناروغۍ، څېړنو ښودلې دي چې ډېر خوب کول او یا هم د حد نارمل څخه لږ خوب کول دواړه د شکرې د ناروغۍ لامل ګرځي.
ـ د اضافه وزن اخېستلو لامل ګرځي، هغه کسان چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹ـ۱۱ ساعته خوب کوي ډېر وزن اخلې له نارمل وزن څخه، نسبت هغه کسانو ته چې په یوه شپه ورځ کې ۶ـ۷ ساعته خوب کوي. په دې کې د خوب تر څنګ ورزش او خواړه هم اثر لري.

ـ سر خوږي، کوم کسان چې له ۱۱ ساعتونو څخه ډېر   خوب کوي هغوی د شپې له خوا په ذهني اختلال او نارامي  او د  سهار له خوا په سرخوږي باندې اخته کېږي.

ـ ډېر خوب د ملا د درد لامل ګرځي، کوم کسان چې د ملا د دردونو له پاره ډاکټرانو ته مراجعه کوي، دوی ته د ډاکټرانو توصیه په سېده توګه وېده کېدل یا هم استراحت کول دي، چې دا طریقه  پخوانۍ شوي ده، اسني روش کې د منطم خوب توصیه ورته کېږي.
 
ـ استرس او افسردګي، تر اوسه به مو اورېدلي وي چې لوږ خوب کول د استرس او افسردګي لامل ګرځی، خو اوس مالوم شوي دي چې ډېر خوب کول هم د افسردګي او استرس نښه ده.
 
ـ د زړه ناروغي لامل ګرځي، په ۷۲۰۰ ښځو باندې څېړنې ترسره شوي دي او د دوی له ډلې څخه د زړه د ناروغۍ ۳۸٪ لامل یې ډېر خوب کول وو. خوب کول د سرتوونین هورمون سره مستقیم اړیکه لري.
 
ـ د مرګ لامل ګرځي، هغه کسان چې د نارمل حد څخه ډېر خوب کوي غوی د عمر د کمېدو لامل ګرځي. دا چې د دوی ترمنځ اړیکه څه ده تر اوسه نه ده مالومه شوي.