نامعلومو وسله والو په غزني کې د مستوفیت دوه کار کوونکي په بې غږه تومانچه وژلي دي.

روهي ( دوه نۍ/  ۸ د مرغومي)، چارواکي وايي په غزني ښار کې د مستوفیت دوه تنه کارکوونکي په یوه برید کې وژل شوي.

د غزني امنیه قوماندانۍ مسولینو وویل، پېښه نن سهار رامنځته شوې.
 
د غزني امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړي  چې دغه پیښه  د غزني ولایت  د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په سینما څلورلاري کې وسله‌والو د عین الله او شفیق الله په نوم د مستوفیت دوه تنه کارکوونکي د بې‌غږه توپانچې په واسطه په شهادت رسولي دي، امنیتي  ځواکونو هڅې پیل کړي چې دیادې تروریستي بریدونو عاملین ونیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري .
 
تر دې مخکې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم په غزني کې د افغان خبریالانو د ملي اتحادیې مشر رحمت‌الله نېکزاد په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.
 
امنیتي مسولین وایي چې نیکزاد د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې نیکزاد له دوي سره ډيرې نیږدې اړیکې درلودې .

د غزني اوسیدونکي له امیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د  دولتي او غیر دولتي کسانو هدفی او تروریستي پیښو ترسره کوونکو ته دسخته سزا ورکړل شي.