افغانان کولی شي، چې د جنورۍ له اولې نيټې ازبکستان هېواد ته له ویزې پرته سفر وکړي.

روهي ( دوه نۍ/  ۸ د مرغومي)،  د ازبکستان د سر خان دریا والي بابا لوف توره ویلي چې د سوداګریزو فعالیتونو ښه والي په موخه د راتلونکي کال له جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د افغانستان اوسیدونکي کولي شي پرته له ویزې ازبکستان ته د ۱۵ ورځو لپاره سفر وکړي.

والي ویلي چې د افغان سوداګرو په مالونو به ګمرکي محصول هم نه وضع کیږي.

ازبکستان ویلي چې هڅه کوي افغانستان سره د سوداګرۍ او نورو برخو کې همکار ووسیږي،پرته له داسې پالیسۍ چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په سیاسي،سوداګریز او نورو برخو کې کومه ستونزه رامنځ ته شي.
 
والي ویلي چې دا د هغو افغانانو لپاره یو فرصت دی چې ازبکستان وګوري او د لته د سیاحت لپاره راشي.