شالون: ته څه وايې او زه څه وايم
ولمه: ته څه وايې؟
شالون: زه وایم؛ خوب راغلی دی! خوب!!
ولمه: تا خو به ویل چې خوب خندا په بېغمۍ کیږي، لکه چې بېغمه شوې
شالون: اول خو هغه ما نه ویلې، رحمان بابا یې وايي؛ دویم دا چې کله سړي له ډیره غمه هم خوب ورشي
ولمه: له ما یې مه پټوه
شالون: تاته ښکاره ده چې زما خوب له بېغمۍ نه دی نو څه به پټ کړم
ولمه: لاړې بېغمه شوې ، لاړې
شالون: زما په بېغمۍ ته خپه کیږې؟
ولمه: نه، نه، بېغمه انسان خپل احساس او حواس دواړه ورکوي، زه خپه په دې یم
شالون: بېغمي زما مرګ دی، که زه بیغمه شوم نو غم به خپله اسره له لاسه ورکړي، کور به ورک کړي، دیره به یې ورکه شي. غم خو په ما دیره دی، غم خو بېغمه دی چې زه ورسره یم! غم مه په غم مه اړوه!
ولمه: څنګه ښکارم؟
شالون: ښه نه ښکارې!
ولمه: داسې څوک چاته مخامخ نه وايي، بده وي
شالون: ښه، سهي ده، ښه ښکارې!
ولمه: اوس ګټه نه کوي، هغه بد هسې هم وشول
شالون: ګوره! ښکلا د انسان د ذوق تر حدونو محدوده ده، ذوق چې ترې وباسې د ښکلا کلمه سپکه ده. او زه نه غواړم چې تا د خپل ذوق په حلقه کې بنده کړم او نه مې د ذوق اختیار دومره پراخ کړم. ته دې ځان خپله و ارزوه ! له ما یې مه پوښته چې"څنګه ښکارم؟".
وروستي