طالبان ولې اوربند ته زړه  نه ښه  کوي؟

له کله هم چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې  تړون د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه  لاسلیک شو، نو افغان حکومت او نورو ګڼ شمېر هېوادونو او ټولنو  له طالبانو دغه غوښتنه وه چې په افغانستان کې دې جګړه ودروي اوربند د وکړي. خو طالبانو د افغان حکومت دغه باربار غوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی، جګړه یې جاری ساتلي ده.  په ځاي ددې چې سولې خبرو په پیلدو سره به جګړه یو څه کمه شي. بلکې جګړې ورسره لاهم زور واخیست.  چې هره ورځ په لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. مونږ او تاسو ټول شکر اداه کوو. چې مسلمانان یو او خدای رسول منو نو خدای رسول هم راته وایې چې هر خبره چې د سولې له لارې هواریږي نو بیا له جګړې لاس واخلي. او تر جنګ یې سولې ته اهمیت ورکړي. 

نو بیا ولې طالبان اوربند نه کوي؟ چې زمونږ دین او مذهب راته وایې چې هره شخړه  چې په سولیز ډول حل لري، نو بیا له جنګ لاس واخلئ.

ددغې پوښتنې ځواب څو علتونه لري. 
۱:- طالبان له اوربند ځکه ویریږي چې که دوی اوربند وکړي. نو د دوی په منځ کې به اختلافات رامنځته شي. ځینې به اوربند ته غاړه کیدي او ځیني نور به بیا جنګ ته ادامه ورکړي. دوی به په بیلابیلو ډلو ووېشل شي. له دې وړاندې هم کله چې طالبانو څو ځلې د څو ورځو په موخه اوربند کړی د طالبانو ځینو ډلو د اوربند په دوران کې جګړې ته لاس غځولی چې په دې سره پر طالبانو باور له منځه ځي.

۲:- طالبان زیات له دغې په ويره کې دي که چېرې دوي د افغان دولت سره اوربند وکړي. نو دوي هسې نه د افغان دولت او نورو ډلو له لورې پکې نفاق رامنځته نشي.  چې په دې سره به اوربند مات او سرغړونه ترې وشي. 

 ۳: - طالبان اوس دا هڅه هم روانه ده چې تر څود د دوی ۷۰۰۰ نور پاتې زندانیان  د افغانستان له زندانونو څخه خلاص شي. 

۴:-  طالبان یو له دغه څخه زیات په وېره کې دي که دوی اوربند کوي. هسې نه چې  هغه لاس ته راوړنې چې تر اوسه یې  ترلاسه کړي دي او له لاسه یې ونه وځي. 

طالبانو ته اوس ځان پوره ډاډمن ښکاري یو څه پرځای هم ده ځکه چې طالبان اوس یو څه نړیوال  ملاتړ هم لري. چې یو ښه مثال یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ملګرو ملتونو پر همکاری څلور زره ښوونځي جوړولو خبر ورکول. او طالبانو د کوچنیو ډرون الوتکو پیداکول چې څه مودا وړاندې یې د کندوز  والي پر ساتونکو برید وکړ.  چې دغه په یو هېواد کې د دوو حکومتونو د درلودلو په معنا ده.   طالبان داسې فکر لري. چې دوي به د  سولې نه بلکې په جګړې سره هم  هدف ته رسیږي. 

 که د افغانستان تاریخ سربېره د نړۍ تاریخ ته وکتل شي. نو څومره حکومتونه چې په زور سره واک ته رسیدلي. زیات په واک نه دي پاتې شوي.

۵:- طالبان له دغې اوربند ته زړه نه ښه کوي. کې دوي اوربند وکړي. نو د دوي زیاتره جنګیالي ښارونو ته ځې چې بیا بېرته د جنګ میدان ته زړه نه ښه کوي. په  تېرو اخترونو کې کله چې طالبانو اوربند وکړ. نو د هغې سره د طالبانو زیات شمېر غړي د سولې پروسې سره ملګري شول. بېرته یې د جنګ میدان ته یې د تګ زړه ښه نه کړ.

اوس خبره دغه ده چې باید طالبان اوربند ته غاړه کېږدي ځکه چې په اوربند کې خیر دي په ارامه او هوسا ډول به دواړه اړخونه له یو بل سره  د سولې پر پروسه  وغږیږي. که همداسې جګړه روانه وي، او ترڅنګ یې د سولې خبرې نو دغه بیا د دواړو اړخونو  ګټې چې څه ډول لازمې دي نشي ترلاسه کیدای.  د اوربند پرته ته به د سولې خبرې بې معنې وي، او کوم نتایج به ورنه کړي. چې یو اړخ ته د سولې خبرې  روانې وي. او په بل طرف کې د هره ورځ په لسګونه افغانان وژل کیږي. او په لویو ښارونو کې د چاودنې کیږي. چې دغه حالت بیا په یو بل باندې بې باوري فضا خوراوي. او دواړه اړخونه په یو نه یو ډول هڅه کوي. چې دوي په دغه پروسه کې په ښه شان مخکې راشي، که هغه د افغانانو په وژلو زوراولو په مشروع او عیرې مشروع ډول وي.  

او خپل هدف ته به ځان رسول غواړي.  چې زیان به یې په لویه کچه  افغانانو ته رسیږي.