د کورنۍ جګړې احتمال څومره شته؟!

د نوییمو کالونو  پر مهال په هیواد کې کورنۍ جګړې پیل شوې،  په هر ځای کې ځانګړو وسلوالو ډولو سر راښکاره کړ، د هرې سیمې ځايي قوماندانو  زورواکو او تنځمونو  به وسلې تر لاسه کولې او پر هغه سیمه چې په دوي پورې مربوطه ده، پاچاهي به یې ورباندې کوله،  او د نورو ډلو او مرکزي حکومت پر وړاندې به جنګدل، او دغه قوماندانانو به په خپله سیمه کې خلک ضورول د لويو لارو پر سر به یې پټکونه اچول د خلکو څخه به یې په زور سره پیسې او مالونه اخیستل او په دغه وختونو کې د هیچه سر او مال خوندي نه وه. او دغه خپل سرو وسلوالو ډلو به خپل سري کوله او حکومت یې هم مخه نشوی نیولی.

 خو دغه  د پټکونو خبره تر نورو سیمو زیاته په جنوبي  ولایتونو  کې وه، او په ځانګړي ډول په قندهار کې  چېرته چې طالبانو د لومړي ځل لپاره سر راښکاره کړ، خو دغه کورنیو جنګونو  بغیر د هیواد د ټوټه ټوټه کیدو  د وطن   خلک د بیوزلي او غربت کې له ډوبیدو.  او د انسانانو پر ژوند ملنډې وهلو  څخه نور په دغه هیواد کې یې هیڅ  نه درلودل. ګټه یې هغه چاته راسیده چې په افغانستان کې یې د کورنیو جنګونو لپاره لاره سپینه کړې وه.

ددغه کورنیو جنګونو او خپل سرو وسلوالو ډلو څخه خلک تر پوزې راغلي و او خلک د داسې چا لپاره منتظر وه، چې په هیواد کې د دغه لوټمارو او خپل سریو مخه ونیسي.

خو په دغه وختونو کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو تحریک په کندهار ولایت کې سر راښکاره کړ، او په لومړیو کې طالبان په نشت حساب وو،  خو د طالبانو تحریک  خپل سري وسلوالې ډلې ډېر ژر له منځه یوړلې او طالبانو   په کم وخت کې د خلکو له تود هر کلي سره مخ شول. دوی له کندهاره تر مزاره ورسیدل، خو دا چې طالبان په اول کې د حکومت کولو سره نااشنا و او  ځينې تېروتنې یې وکړې.

  امریکا راغلله، د طالبانو نظام یې په ډېر کم وخت کې له منځه یوړ، خو په اوس وختونو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلو پاتې ۲۵۰۰ سرتیرو وتلو پریکړه وکړه،  ورسره د هیواد په ډېرو سیمو کې جګړو زور واخیست.

 د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د طالبانو سره د جګړې لپاره د دوهم مقاومت خبرې وکړې؛  په ځینو ځایونو کې خپلسرو  وسلوالو ډلو سر راښکاره کړ، چې ښه مثال یې په میدان وردګو ولایت کې  علیپور دی، چې د حکومت یو هلیکوپټر یې هم رانسکور کړ.

او دولت د څو ورځو لپاره عملیات هم ورباندې وړکړل. داسې هم ویل کیږي چې دغه عملیات اوس هم ورباندې روان دی، خو لا تر اوسه یې نه دی له منځه وړلی. او د شمال ولایتونو څخه هم داسې خبرونه ورکول کیږي،  چې هلته په ځینو سیمو کې په  خلکو باندې وسلې ویشل کیږي. زر تنه قوماندانان په وسلو سمبال شو دي.  د کورنۍ جګړې احتمال پوره پوره شتون لري. 

د نوییمو کالونو سره د اوسي وخت پر تله، کله چې په نوییمو کالونو کې په هیواد کې کورنۍ جګړې شروع شوې، په هیواد کې په لویه کچه مافیا او خپلسرو ډلو فعالیت کوه.

دغه لامل شو چې هیواد مو د اور کندې ته لاړ. په اوسنیو وختونو کې هم هغه ډول په ځینو ځایونو کې خپل سري خلک او د ډلو خبرونه خپریږي.

او د نوییمو کالو څخه په لوړه کچه مافیا چور او لوټماري او فصاد موجود دی، چې هره ورځ په مېلیونونه فصاد چور په ګومرکاتو او نورو ادارو کې د مشخصو کسانو له لوري ترسره کیږي. 

خو د خپل سرو  وسلوالو  ډلو او مافیا لوټمارو پر وړاندې مبارزه کې د دولت  داریځ تر اوسه یو څه پڅ ښکاری. که په هیواد کې د مافیا  لټمارانو او خپل سرو وسلوالو ډلو مخ ونه نیول شي، او په بې رحمه ډول ونه ځپل شي. 

ښايي دغه ډله شمېر خلک نور هم سريت وکړي، چې تر بل هرې ډلې د دولت لپاره سر خوږی دی/ او  شي به خو اوس وختونو کې په فصاد کې د ښکېلو خلکو سرچنې باید دولت  وچې کړي. او پر وړاندې یې کلکه  مبارزه وکړي او د خپل سرو وسلوالو ډلو د ځپلو لپاره قوي اقدام وکړي، او دغه ډلې پرینږدي چې خپل سري وکړي.

غله او لوټمار په نښه او  ولس  ته یې وړاندې کړي او قانون ورباندې تطبیق  کړي، ځکه چې له قانونه هېڅ څوک  نه دي پورته که قانون په ټولو باندې یو شان تطبیق کړي بیا به هېڅ ډول مشکل رامنځته نشي.