صديق صديقي: ولسمشر غني ومنله چې د سولې دويم پړاو خبرې دې هم دوحه کې وشي 

روهي (دوه نۍ/۸ د مرغومي)، د ولسمشر وياند صديق صديقي پر خپل توېټر لېکلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت او طالبانو ترمنځ دوحه کې د سولې د دويم پړاو خبرو تر سره کېدو سره هوکړه کړې. 

د صديق صديقي په وينا چې ولسمشر غني د حکومت د مرکچي پلاوي او مصالحې عالي شورا د رئيسانو او د نړیوالې ټولنې له سلا - مشورو وروسته دا پرېکړه کړې ده. 

د ولسمشر وياند لېکلي دي چې دوحه کې د سولې خبرو د دويم پړاو له تر سره کېدو سره د هوکړې   يو لامل دا دی، چې د بين الافغاني خبرې له خنډ - ځنډ سره مخ نه شي. 

له دې وړاندې لومړی حمد الله محب، ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کور دننه د سولې خبرو د دويم پړاو ويلي وو. 

د يادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر د سولې بيهر د راتلونکو پړاونو په اړه سره ناسته کړې.