چې رایاد مې شي د کلي تېر وختونه
پر لښتي د نجونو جوړ مازیګرونه
وایم څه پېښ شو او کوم مالت ته راغلم
په اور وسوځه ناپایه هجرتونه
کاشکې یو ځلې مې بیا په ژوند لېدای شوای
د ګودر په لور د پیغلو قطارونه
یا د کلي په کوڅو بیا تلای راتلای شوای
بیا مې کړای شوای قضا شوي دیدنونه
یا د کلي د دېوال تر شا پټ شوی
پاس له بامه مې لېدای اشارتونه
یا د بوسو بوساړه کې چیرته پټ وای
په یو بوو مې له نجونو ایستی زړونه
یا ملګرو سره کلي باغ ته تلای شوای
له میوو مو راډک کړي وای جیبونه
کاشکې بیا د حجرې تللی برم راشي
په دېره جوړ شي یارانو مجلسونه
نیمه شپه به له ودونو کورته راغلو
څه خواږه وو د ځوانۍ درانه خوبونه
لا به نیمه ګړۍ خوب هم شوی نه وو
چې به سر شول د ملا صیب اذانونه
په مښلو سترګو جیګ به شو لمانځه ته
په ملا پسې به م وتړل نیتونه
لا مې اوس هم چې را یاد، غونی مې زیږ شي
په سړو اوبو د ژمې اودسونه
نن میلو او اخترو پسې کړیږو
کاشکې بیا راشي میلې او اخترونه
کاشکې بیا میلې شي جوړې، کلی تود شي
په سیالیو نجونې واچوي ټالونه
څڼې وغورځۍ د کلي ژڼي مست شي
دود، لمبه کړي په اتڼو میدانونه
کاشکې تللي طوطیان بیا باغو ته راشي
باغ کې سر شي د بلبلو اوازونه
کاشکې بیا دښتې مېرې په ګلو صف شي
د غاټول په ګلو ډک شي بیا، رغونه
کاشکې بیرته سره وروڼه شو پخلا شو
له کینې، کرکې نه ومینځو خپل زړونه
پر یوې چرګۍ، ټغر سره راټول شو
د یووالی، پیوستون ورکړو لاسونه
کاشکې بیرته د ارام ژوند څښتنان شو
تکرار نه شي بیا تېرشوي عذابونه
کاشکې بیا له تېر تاریخه دا درس واخلو
څو ژوندي یوو منځ کې ونکړو جنګونه
وروستي