ډاکټر عبدالله: دا نن چې هېواد کې جګړه ده لامل او پيل یې د شوريانو يرغل وو 

روهي (نۍ/۶ د مرغومي)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د هېواد د روانې جګړې او ۴۰ کلنې غميزې لامل افغانستان ته د شوروي ځواکونو راتلل يادوي. 

نوموړي افغانستان د شوري ځواکونو يا د مرغومي شپږمې نېټې پيغام کې لېکلي دي، چې شوري ځواکونو د تولو نړيوالو اصولو خلاف د افغانستان خاروه يرغل  او د هېواد خپلواکي یې تر پښو لاندې کړه. 

ډاکټر عبدالله عبدالله لېکلي دي چې افغانانو د شوروي د ير غل پر وړاندې پر وسله والې مبارزې لاس پوري او په پايله کې یې شوروي ځواکونه له افغانستانه وشړل. 

عبدالله عبدالله د مرغومي شپږمه د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ بللې او لېکي یې دي چې افغانانو د ميلوني قربانۍ په ورکولو سره د شوري ظلم ته تسليم نه شول؛ د جهاد په پايله کې یې هېواد خپلواکه کړ.