زه ګلاب د سر درو یم، ته ارام  شه سمندره

ډېر لفظونه، خبرې، جملې، وییونه، ترکیبونه، کینایئ... د کلیشو نوم ځان ته غوره کړ، حتا د شعر الفاظ کلیشه وګرځېدل اعتبار هم د صفر کچې ته راټیټ شو، امانداري هم غداري شوه.
دا هر څه د انسان له لورې وشول، انسان وحشي شو، انسان قاتل شو، انسان ترورېست شو، انسان بدلمنۍ او مخ تورن شو...
 
برعکس بیا انسان د جمال او دجلال خاوند شو
انسان رغوونکی، جوړونکی،خادم، اماندار او سپېڅلی شو.
انسان دې ته تنه کېښوده چې لوی مسولیت دیانت ؤمني او دغه عهد ته غاړه کېدي، چې په دې لاره کې يې ډېرې تنګسې، مشکلات، خجل، زور زیاتی... يې ولېدل.

ګورئ ډېر کسان چې د پوه لقاب ورته کارېږي خو اصلآ دوی ناپوهان او جاهلان دي دوی وايي چې هر ظلم او ناروا په اسلامي هیوادونو کې ده دا په ښه شان وايي حتآ له ډېرو کسانو سره په همدې بحث کوي او د نورو فکرونه هم مشوش کوي.

د همدې جملې په تړاو د نړۍ له مشهور او نوموتي عالم ډاکټر ذاکر ناېک څخه پوښتنه وشوه چې ولې هره ناروا، وحشت، ظلم، زور زیاتی په مسلمانانو او اسلامي هیوادونو کې دی.

د ناېک په شونډو مُسکه راغله او د ځوان ځواب لپاره يې ډېر مسالونه ورکړ چې یو يې دا دی.

(ګورئ يو ژوندی يا داسې مسال درکوم چې هم لوستي او هم نالوستي پرې پوه شي، موږ که اسلام یو ښایسته موټر فرض کړو  نو د اخيستلو شوق او ذوق يې هر څوک لري، خو د موټر چلول بیا زده کړه غواړي؛ زده کړه بیا د هماغه چلوونکي کس مربوط ده چې څه ډول يې بیايي«سمه، نیمه، پوره ډول» چې څه ډول يې زده کوي، نو اوس کله چې موټر غلط یا په سم ډول ونه چلول شي حتما حادثه رامنځته کېږي) نو اسلام هم همداسې؛ موږ اسلام نشو ملامت کولی بلکې ملامت موږ یو چې په صحیح ډول مو ياد کړی نده.

نو اوس راځو چې ولې دغه کړنې چې یادونه يې پاس وشوه ډېر خلک يې په اسلامي هيوادونو کې ګوري/ تړي هر کُفري یا اشرار، اشغالګر، داسلام دښمن، په ټوله کې ورانوونکي هيوادونه هڅې کوي چې د خلکو ذهنيتونه خراب تسخير کړي تر څو د هغو عقيده د اسلام په تړاو خرابه او کُفري الفاظ يې له خولو وباسي.

هر مستعمر هيواد لومه اچوي تر څو په رسنيو، تبليغاتو، مشهورو کسانو، مدني ټولنو، مشهورو فيسبوکي ادرسونو، مخابراتي شبکو، استادانو په ټوله کې په معلومو، مشهورو، خولورو کسانو ته د منفي اسلام، هیواد، سولي... په تړاوو ذهنونه مخشوش کړي، او دخلکو په خولو د اسلام ناریظایت څرګند کړي او دا ټول بد افعال په اسلام پورې وتړي.

نو که دې مسرې ته راشو«زه ګلاب د سر درو يم ته ارام شه سمندره» دا دلالت به وکړو چې دا هر څه ازمون لري په مسلمان راځي خو د همدې نا خوالو او ناريضايت د له منځه وړولو لپاره چې په هر قیمت کېږي اسلامي مفکورې ترویج کړئ، له خپلو ادرسونو اسلامي لیکنې، نظرونه، او عامه پوهاوی پيل کړئ.

بیا وايم چې دا هر مشکل او مصیبت په مسلمان راځي ځکه چې پیدا د سختی او زحمت ګالولو ته يو تر څو د ابدي ژوند لاسته راوړنه مو بهتره او ښه وي.

خو ګورئ که مسلمان په خپله ټولنه کې قراني او اسلامي شرایط وضعه کړي له هر بد افت او د نورو له ګوتڅنډنو به په امان وي، موږ د سر درو ګلان یو سختۍ مو ګاللي، په دې لاره کې  ځانونه، مالونه، کورنۍ، قومونه او لوی قبېلې له منځه تللي؛ د اسلام لاره قرباني غواړي موږ بايد سپېڅلی مرګ ولرو چې د جنت کونجي ترلاسه کړو.