عجیبه خلک یو انسان راته حېران پاتې شي

يو مې ولېد چې د مړو جیبونه یې پلټل، بل مې ولېد چې له هغو وژل شویو کسانو انځورونه او انځورګري يې اخیستل/کوله چې د اخیستو اجازه يې نشته قانوني پولې ماتوي، هاخوا مې بل ولېد چې په لاس کې لویه کڅوړه ورسره وه د ځينو وژل شویو کسانو ټلیفونونو ته يې ځواب ورکول او دا خبره يې ورته کوله( بښنه غواړم ستاسو ایله«اسره» هغه بله ډيوه مړه شوه) عجیبه منځر و، یو بل ځوان مې ولېد چې له کوره یې زینه راویستلې وه، تر څو د پېښې په ځای کې بند کسان وژغوري، دیخوا مې نور کسان ولېدل چې د زخمیانو او وژل شویو کورنیو سره يې ځان په ویر کې شریک باله او د پېښې ځای ته يې نه پرېښودل.

یوه ډله مې ولېده چې په ټټر يې Press«مطبوعات» لیکل شوي و او رسنیو ته يې په ژړغوني اواز د همدې وحشي صحنو عجایب ښکاره کول
دا د یوې نه بلکې څو پېښو صحنې وې
اه ه ه توبه څه حال دی/څه حال و.

دلته روح خرڅېږي وحشیان يې ډېر په ارزانه اخلي، دلته له انسانستان څخه بهر ټول کارونه وشول دلته ناروا ته روا وویل شول، دلته استاد، قلم، محصل، ساتونکی، مامور، اجیر... ووژل شول.

اه څومره بدبخته یو، دلته د یو کس له خولې دا هم ووتل چې که دغو کړنو ته مسلماني وویل شي زما دې خدای مل شي، دلته د استاد له خولې دا الفاظ واورېدل شول( پېدا د انسان په نوم، ژوند مو وحشي صفته او حساب به د اشراف المخلوقات ورکوو) دلته جومات، مدرسه، ښوونځی، پوهنتون، کلنیک، روغتون، پولچک، سړک...یا په ماینونو او یا هم بمبار شول.

له ما مه پوښتﺉ چې کوم لوري روان يې
زه به خدای سره غږېږم له نيږدې نه
دلته د انسان په روح سودا کېږي، له روح اخیستونکي سره چاڼې وهل کېږي
دا ټولې کانې پر مسلمان وشوې له دې سره سره

د همدې ویرجن حالت په لیدو کافر او مسلمان داسې لېکي (دغه لوی وحشت دی موږ په دې ډېر خفه یو او ستاسو په ویر او غم کې ځان شریک بولو او داسې کړنې د وحشي صفته خلکو او د پردیو لاسپوځو لخوا کېږي، موږ يې غندو) د وخت حاکم هم عېنأ خبرې کوي او دغه جمله ور اضافه کوي چې «غچ درڅخه اخلم» نور مو هم د مار خولې ته ورنېږدې کوي.

اې خدایه د محشر په ورځ به ته له موږه څه پوښتې؟
اې خدایه موږ چې کله د ښو کارونو دروازې پرانیستلو ته ځان چمتو کړو د مرګ ښکار شو.
اې خدایه انسان سره څه ناروا ونشوه؟
اې خدایه په هاغه کس چې ستا په کلام يې ایمان راوړی و څه څه ونشول؟
اې خدایه حورې موږ ته انتظار دي؟ یا هغو ته چې د ښکلا نوم« انسان» وژني؟
اې خدایه موږ هیڅ کله د حورو او علمانو خوبوته ندي لېدلي خو د خلکو افکار روزو.
اې ربه! دلته ممبر ډېر رول درلود خو څه چې حق وو ونه ویل شول.
دلته په ډېرو ممبرونو اوس هم د کرکې، ډار، ویر، وحشت، جنګ، کېنې، تربګنۍ، خپل ځان غوښتنې خبرې کېږي.

اې خدایه له داسې خلکو نجات راکړه، کنې د محشر مسلمانانو اندازه به کمه وي
الفت صاحب وایي(حقيقي مسلماني دومره خواره نه وه، لکه نن ورځ چې دی. نن د ځينو مسلمانانو په اعمالو اسلام شرمېږي، سره ددې چې اسلام نه بلکې داسلام په نوم  ځېنې مسلمانان ملامت دي او يواځې د اسلام په نوم ايمانداره کيدای نشو.)

عجيبه خلک يو انسان راته حېران ځکه پاتې شي، چې د اسلام په نامه مې ډېر داسې کسان وليدل، چې هر ډول ظلم يې وکړ او انسان ته يې د حيوان په سترګو وکتل.