عاشورا او د حسين رضی الله تعالی عنه شهادت
د محرم د مياشتې لسمه نيټه په ټوله نړۍ کې دشيعه مسلمانانو له خوا په ډير شان او شوکت سره لمانځل کيږي دوی لارو او کوڅو ته راوځي ځانونه په چړو وهي تکيه خانو ته ځي ، ځانګړې نعتونه او دعاګانې وايې او خيراتونه کوي دا چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی او ډيری وګړي يې سني مسلمانان دي خو په په دې وروستيو کې په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د بهرنيو په ملاتړ دشيعه ګانو فعاليتونه محرم تربل محرم پراخيږي زه د شيعه ګانو په مذهبي فعاليتونو څه نه وايې فقط دلته غواړم خپل سني ورونو ته دا ور په زړه کړم چې دغه ورځ په اسلام کې يوه معتبره ورځ ده او پيغمبر صلی الله عليه وسلم په دغه ورځ د روژي د نيولو فضايل بيان کړي او په خپله يې په دغه ورځ روژه نيولې
په حديث شريف کې راغلي له ابي هريره رضی الله عنه څخه روايت دی (( افضل الصيام بعد شهر رمضان شهر الله الذی تدعونه المحرم ، و افضل الصلا بعد الفريضه قيام الليل )) صيحيح مسلم ژباړه : د رمضان د مياشتې له روژې وروسته تر ټولو ډير ثواب لرونکې روژه د محرم دمياشتې ده او له فرض لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ دشپې لمونځ دی . د دغه ورځې دفضليت په اړه ډير احاديث راغلي په ، همدارنګه ابن عباس رضی الله تعالی عنه فرمايې : کله چې نبي عليه السلام مدينې منورې ته هجرت وکړ نو يهود يې وليدل چې په دې ورځ يې روژه نيوله نو پوښتنه يې وکړه چې دا څه دي ؟ هغوی ځواب ورکړ چې په دې ورځ موسی عليه السلام ته خدای نجات ورکړی و او موږ دشکرانې لپاره روژه نيسو نبي عليه السلام وويلې موسی عليه السلام له تاسې پر موږ ډير حق لري امر يې وکړ چې په دغه ورځ روژه ونيسئ
په بل حديث کې راځي چې که اينده کال ته ژوندی وم نو نهمه او لسمه دواړه به روژه و نيسم چې ديهودو سره مو فرق وشي خو پيغمبر صلی الله عليه وسلم تر راتلونکی کال وفات شو .
خو دا هرڅه د دې لپاره نه دي چې په دې ورځ حسين رضی الله عنه شهيد شوی او که حسين رضی الله عنه هم تصادفا په دې ورځ شهيد شوی نو په دې مانا نه ده چې موږ دې تر دې حده غمرازي ښکاره کړو چې ځانونه پر چړو ووهو ،د حديث شريف مفهوم دی هغه څوک زموږ له ډلې نه دی چې په مړو باندې خپل مخونه وهي او ګريوانونه شکوي او دجاهيلت دوخت کارونه کوي .
علماء ليکي چې په اسلام کې ډير داسې څيرې شته که يې د شهادت پر ورځ ماتم اعلان کړو نو شايد ورته ونه شو رسيدلی ، خپله دحسين رضی الله تعالی عنه پلا ر علي کرم الله وجهه جعفربن ابی طالب ، حمزه ، عمر عثمان او داسې نور ډير ..
د دې مقالې څخه زما هدف دادی چې همدا نن مې په يو موټرکې سفر کاوه نو ډريور چې سني هم و په ټيپ کې يې د شيعه ګانو يوه کيسټ ور اچولې وه ، هغه ډريور ملامته نه و ملاته زموږ علماء دي چې په دې اړه يې خپل ولس نه دی ويلي شيعه ګان که هرڅه کوي خپل مذهب يې دی او خپل کار خو سنيان بايد په دې پوه شي په مذهب کې د دغه ورځي فضليت د حسين رضی الله د شهادت پورې کوم تړاو نه لري
په مننه
وروستي