عطاء: د هېواد ګوټ - ګوټ کې چاودنې، وژنې او ناامني؛ مقابل کې يوازې نمایشي ناستې کيږي

روهي (څلور نۍ/۳ د مرغومي)، د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د کابل په شمول د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د تاوتريخوالي، وژنو، چاودنو او ناامنيو اندېښنه څرګنده کړې ده. 

عطاء محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې له ننګرهاره نېولي بيا تر غزني او پلازمېنه کابل؛ هر ورځ هدفي وژنې، چاودنې، ناامني او خونړۍ پېښې کيږي، خو  په مقابل کې يې نمايشي ناستې او د پېښو شمېرې شريکې کيږي. 
 
د عطا محمد نور اشاره د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ د سهار شپږ نيمو بجو ناستو ته شوې. عطاء محمد نور او امرالله صالح له دې وړاندې هم پر يو بل نیوکې کړې وي. 
 
د يادونې ده چې هېواد کې د ناامنيو په زياتېدو سره د ولسمشر پر لومړي مرستيال او د‌ه په مشرۍ د سهار شپږو نیمو بجو ناستو نیوکې زياتې شوې، خو امرالله صالح نن ورځ پر فیسبوک لېکلي چې د سهار شپږو نیمو بجو موخه لومړیو کې يوازې د جنایي پېښو مخنیوی او ښاري نظم وو.