احمد ضياء مسعود: اشرف غني طالبانو سره د قدرت په وېش اخته دی

روهي (څلورنۍ/۳ د مرغومي)، د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر وخت د ولسمشر لومړي مرستيال او د جمعيت ګوند اوسني مرستيال احمد ضياء مسعود د افغانستان او په ځانګړي ډول د کابل امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بللی دی‌. 
 
احمد ضياء مسعود د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فیفا د مشر محمد يوسف رشيد د وژنې په غبرګون کې لېکلي دي، چې خبریالان، روښان فکران او نورې څېرې بايد په خپله د ځان د امنیت فکړي، ځکه چې حکومت د دوی امنیت نه ساتي. 
 
نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې دا هم لېکلي دي چې د ناامنيو په اوج کې بيا هم د حکومتي کسانو له خوا اقدام نه کيږي او ولسمشر محمداشرف غني يې تورن کړی، چې دی په قدرت کې د پاتې کېدو په پار له طالبانو سره په معاملو اخته دی‌. 
 
احمد ضياء مسعود لېکلي چې ولسمشر غني په سختو حالاتو کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ نه وو، نو ځکه درد نه احساسوي، ګني په داسې يو وضعيت کې په کار وه چې نوموړي استعفا کړې وایی. 
 
احمد ضياء مسعود دا ادعا هم کړې ده، چې حکومت د ترهګرو ډلو مېلمه پالنه کوي او له جرم وروسته پر چا قانون نه پلی کيږي بلکې د ولسمشر په فرمان مجرمین بېرته خوشي کيږي.