رحماني: ولسي جرګې ته يې توهین کړی؛ د رولا غني په اړه طرحه برابره کړئ

روهي (څلور نۍ/۳ د مرغومي)، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني نن ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې له وکيلانو غوښتي دي چې د رولا غني له خوا ولسي جرګې ته د شوي سپکاوي په اړه طرحه جوړه او د تائيد لپاره يې ورته وسپاري. 
 
د لومړۍ ميرمنې د څرګندونو په اړه له تېرو دوه ورځو ولسي جرګه کې کې پراخه بحثونه شوي او وکيلانو ويلي چې د رولا غني څرګندونې دوی ته سپکاوی وو او ټینګار يې کړی چې د راتلونکي کال په بودجه کې به د لومړۍ ميرمنې د مقام بودجه منظوره نه کړي. 
 
د ولسي جرګې ځیني وکیلان توند تللي او ويلي دي، چې د رولا غني مقام حقوقي او قانوني نه دی، نوموړې افغانۍ نه ده او د افغانستان تابعيت دې ترې واخیستل شي. 
 
د هېواد لومړۍ ميرمنې له ازادۍ راډيو سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ويلي وو، چې د ولسي جرګې له خوا رد شوې دوه ښځینه وزيرانې، که ولسي جرګه وغواړي يا نه غواړي،  به خپل کار دوام ورکوي.