ولسمشر غني پر يوسف رشيد بريد وغندلو 

روهي (څلورنۍ/۳ د مرغومي)، ولسمشرۍ مانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرېدو سره د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو يا فيفا پر مشر محمد يوسف رشيد بريد چې په پايله کې یې دی او موټر چلونکی ووژل شول، غندلی دی. 

د ارګ‌ په خبرپاڼه کې راغلي دي، "جمهوررئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال اړوندو مسوولینو ته پر محمدیوسف رشید چې په هیواد کې یې د ولسواکۍ د بنسټي کېدو او د ټاکنیزو بهیرونو د روڼتیا په برخه کې د قدر وړ خدمتونه کول، د تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې."

د ارګ د خبرپاڼې په پای کې د محمد يوسف کورنۍ ته تسليت وړاندې شوی او نوموړی ته د جنت دعا شوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شمول، پر افغان حکومت نيوکې دا دي، چې دوی د بريدونو او خونړيو پېښو په مهار کې پاتې او يوازې د عام ولس په ډول د تسليت پيغامونه شريکوي.