مزار کې د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د ژوو د ذبحې او پروسس مسلخ جوړیږي

روهي ( څلور نۍ/  ۳ د مرغومي)،  د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي مزار شریف ښار ته تللی.
 
احدي وایي چې ډېر ژر به په بلخ کې له نړیوالو معیارونو سره سم د ژوو د ذبحې او پروسس مسلخ ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
 
 احدي د یاد مسلخ څخه د لیدنې پر مهال ویلي  دغه مسلخ پر پنځه ویشت جریبه ځمکه، د شپږ میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی چې په اتو کاري ساعتونو کې به د شاوخوا ۶۰۰ ژوو د ذبح کولو او پروسس وړتیا لري.