د اندونیزیا د ولسمشر پخوانی مرستیال او د محمدیه سازمان د علماوو مشر یوسف کلا کابل ته راورسېد.

روهي ( څلور نۍ/  ۳ د مرغومي)، د اندونیزیا د ولسمشر پخوانی مرستیال او د محمدیه سازمان د علماوو مشر کابل ته راورسېد.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي مسولین وایي " نوموړی د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو ښه کولو، د سولې په پروسه کې د همکارۍ، د جاکارتا سیمه ایز کنفرانس په اړه د خبرو کولو لپاره راغلی دی.
 
د وزارت مسولینو له لوري ویل شوي د اندونیزیا د ولسمشر پخوانی مرستیال دوکتور یوسف کلا او ورسره مل پلاوی   له افغانستان سره به د ښو اړیکو چمتو کولو په ځانګړي ډول د دیني سکتور او دیني عالمانو سره د همکارۍ او له هغه هېواد څخه د افغان علماوو د لیدنې او د هغوی له تجربو څخه د استفادې په موخه کابل ته راغلی دی."