کورنیوچارو وزارت: پکتیا کې ۳۱ زره کیلو ګرامه او ۵ کارخونې له منځه وړي

روهي ( څلور نۍ/  ۳ د مرغومي)، د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ملي پولیسو له ځانګړو او هوايي ځواکونو سره یو ځای د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د چرسو یو لوی کوټ شوی انبار چې ټولیزه اندازه یې ۳۱ زره کیلوګرامه کېږي، کشف او له منځه وړی دی.
 
د وزارت له لوري خپاره کړل شوي خبرپاڼه کې راغلي په یادو عملیاتو کې د چرسو انبار د له منځه وړلو سربېره؛ د نشه يي توکو پنځه کارخونې او د نشه يي توکو د پروسېس درې ماشینونه هم له منځه وړل شوي دي.
 
امنیتي مسولین وایي چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو په موخه یې هڅې روانې دي.