افغان سوله او د بلي جګړې د پیل منظمي هڅې!  

ظابط یا تورن اسماعیل خان ته، د ټول هغه تعصب او اتنیکی کرکټر خلاف چې لری یې زه د افغان تاریخ د یوه حساس پړاو څخه درناوی هم لرم، هغه داچې نوموړی یو له یوازنیو جهادی قومندانانو او پاټکیانو څخه وو چې د تنظیمي اړو دوړو پرمهال یې د افغانستان له ملی شتمنیو سره خیانت ونه کړل، او هېڅ څه یې په ایران او پاکستان ونه پلورل.

ولي د دې ترڅنګ د افغان سولې په بهیر کې وروستي دریځونه یې د اندېښني وړ او د افغانستان د تاریخی ثبات او د آمن له روانو هڅو سره په ښکاره دښمنۍ کې دې.
داسي مالومات شته چې هند د افغانستان د شمال او مرکزی افغانستان د مهمو سیمو په ګډون د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چې د غازی ایوب خان د مېړانو او عزت ټاټوبی دی هم د ملېشو جوړولو او د سولې د منظم تخریب په هڅو بوخت دی.

هغه چې پدې وروستیو کې د احمدضیا مسعود، شمالی شوراه او یوشمیر نورو پدې اړوند هرات ته سفرونه هم کړې.

د اسماعیل خان تازه دریځونه چې که د سولې خبرې بریالۍ نه شي نو دوی به یوځل بیا د جګړو ډګر ته ودانګي د همدې چینې څخه خړوبیږی.

کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال عباس عراقچی نا اعلان شوی سفرونه، بحرین، اذاربایجان او ایران ته د افغان حکومت د ځانګړې امنیتی استازو سفرونه ټول د دې حقیقت څرګندونه کوی چې د سولې د تخریب او د یوې بلي جګړې د دوام لپاره هڅو خوراه چټک رنګ خپل کړې.

دا ځکه د جینواه په کنفرانس کې د افغان حکومت ستراتیژیکو ملاتړو د مرستو ژمنه ډېری پیکه، د سولې په هڅو پسي مشروطی او پدې پیغام ولاړې وی چې دوی نوره جګړه نه تمویلوی.

دې چارې حکومت د ( B ) پلان ته وکاږل چې د ( B ) په پلان کې لویه موخه د جګړې د دوام لپاره د بهرنیو فنډونو په مټ چې هندی کالداری، خلیجی دینارونه او ایرانی ریال دې، د پخوانیو تنظیمی ګوندونو او د خلق ـ پرچم عناصرو په مټ قومي ملېشي یوځل بیا فعالي او د ولسي غبرګون په نوم یې د جګړې ډګر ته دننه کړې، او دا یانې د یوې بلي جګړې د پیل ښکاره څرګونه او منظمي هڅې.

ځکه د اسماعیل تر تازه غبرګون، د اسلام اباد، تهران او د خلیج له شیخانو سره د حکومت د ګرمو اړیکو تر رامنڅته کېدو دمخه هند ته د شمال د ایتلاف او د تنظیمي جګړو د دوو مخکښو څېرو جنرال دوستم او قومندان عطا محمد نور سفرونه لرل، دوی دواړو هلته په افغان کښاله کې د هند له ټولو استخباراتی، امنیتی او سیاسي چارواکو سره د افغانستان د سولې او جګړې پر محور خبرې وکړې، بل لور ته په کابل کې د هند، ایران او خلیج سفارتونه هم ډې فعال شوی، دوی هره اونۍ د سولې له مخالفو او د تنظیمی جګړو د مخکښانو او طالب ضد دریځ سیاستوالو او جریانونو سره لیده کاته لری.

رب دې وکړی چې د ګران وطن پدې حساس، نازک او تاریخی دریځ کې، د دا ډول سناریوګانو افغان عناصر د واک او شخصي ـ ډلګټو له لنډمهاله او بی ارزښتو مسمومو ګټو تیر شي، تعقل خپل کړې او نور د دې هرڅه لایق ولس په حال زړه وسوځوی.