ملي امنیت ننګرهار کې دوه مهم کسان نیولي

روهي ( څلور نۍ/  ۳ د مرغومي)،ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د هدفي وژنو او چسپکي ماینونو د اېښودنې پلان کوونکی ونیول شو .
 
د ننګرهار رسنیو دفتر وایي چې په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو د حقاني شبکې غړی حسیب الله د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې نیولی چې پلان یې درلوده، ترڅو په بې غږه تفنګچه بې ګناه خلک ووژني او همدا راز وسایطو ته چسپکي ماینونه کیږدي.
 
خبر پاڼه کې راغلي چې یادو ځواکونو په جلال اباد ښار کې د انسان تښتوونکو د ګروپ غړی سیدالرحمن چې د پچیراګام ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، نیولی دی چې نیول شویو دواړو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.