افغانستان ته د امریکا دفاع وزیر میلر ناڅاپي سفر د څه لپاره؟

روهي ( څلور نۍ/  ۳ د مرغومي)،  د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریستوفیر میلر تېره ماښام په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی او دلته یې له ولسمشر او نورو افغان چارواکو سره پر بېلا‌بېلو موضوعاتو بحثونه کړي دي.
 
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو دولتي مقاماتو حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې، د افغانستان او سیمې د وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لازیات ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
 

یاده دې وي چې دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا دویم جګپوړی امنیتي چارواکی دی چې کابل ته سفر کوي او له ولسمشر غني سره ګوري.
 
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې وروسته امریکا له افغانستانه د سرتېرو پر ایستلو پیل وکړ او اوس هم غواړي چې د راتلونکي جنوري پورې ۲۵۰۰ نور سرتېرې هم وباسي چې په افغانستان کې به یوازې ۲۰۰۰ امریکایي سرتېري پاتې شي.