مالیې وزارت: د روان مالي کال کې تر پایه یې ۱۷۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي په داسې حال کې  چې  دا هدف ۱۷۷ میلیارده افغانۍ ټاکل شوی و

روهي (څلور نۍ/ ۳ د مرغومي)، د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، چې هڅه کوي ترڅو په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کولو له لارې هېواد د مالي خپلواکۍ تر پولو ورسوي.

د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي عوایدو راټولېدو، د ملي بودیجې لګښت، اصلاحاتو پلي کولو او له فساد سره د مبارزې په برخه د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال پرون د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چې په روان مالي کال کې د عوایدو راټولېدو لپاره د ۱۷۷ میلیارده افغانیو هدف ټاکل کیدو وروسته د مالیې وزارت وکولی شول، چې د کال تر پایه ۱۷۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.
د مالیې وزیر زیاتوي چې دوی د افغانستان د ملي عوایدو راټولیدو د هېواد او د مالي خپلواکۍ په پار ګڼ اصلاحات رامنځته او دا چاره به لا دوام وکړي.

ارغندیوال وایي، سره له دې چې په نړۍ او سیمه کې د کرونا ویروس خپرېدو ستونزې را ولاړې کړې، خو دوی وکولی شول چې د نړیوالو مرستو د راجبلولو لپاره د جینوا بریالی کنفرانس ولري.
کنفرانس ته د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، په خپلو خبرو کې وویل، چې د نړۍ د نورو هېوادونو پو څېر افغانستان هم د کرونا وبا د اقتصادي زیانونو خوندي نه او د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د هیواد اقتصادي ودې ۳،۴ سلنه وړاندوېینه تر منفي ۵ سلنې لاندې راښکته شوه

نوموړي په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو وغوښتل چې د حکومت د عملیاتي چارو چټکتیا او ملي پروګرامونو د پلي کولو په موخه دې د ۱۴۰۰ کال ملي بودیجه ژر تر ژره تصویب کړي.
د یاد کنفرانس پرمهال چې په انلاین بڼه پکې د هېواد د نهو ګمرکونو د بریښنایي ترازو ګانو پرانیسه وشوه، د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مجیب الرحمن شېرزاد ډاډ ورکړ چې د هېواد د ګمرکي سیستم د لا مجهز کیدو او په دې برخه کې د فساد د مخنیوي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د مالیې وزارت چارواکو په وینا چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان بانک سره د جامع الکټرونیکي سیستم وصلېدو، د ګمرکونو د قیمت ټاکنې پروسې الکټرونیکي کولو، د مالیاتي شخړو د حل بورډ رامنځته کولو او د ګمرکي ځیرک سیستم ګټې اخیستنې په شان ډېر اړین اصلاحات رامنځته کړي دي.