روهي (درې نۍ/۲ د مرغومي)، د سولې بين الافغاني خبرو په لړ کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځيني غړي د سولې بهير او د دغه بهير د مديريت په اړه توپيري څرګندونې کوي. د پلاوي ځيني غړي د مصالحې عالي شورا او ځيني نور بيا د ارګ تله درانه بولي.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی حيفظ منصور وايي چې که چېرې د افغان حکومت له خوا د سولې خبرو په اړه دوه ګوني او څو ګوني درېځونه شتون ولري، نو د بين الافغاني خبرو پر مهال به د طالبانو وزن زيات کړي.
حفيظ منصور چې د ډاکتر عبدالله عبدالله له نېږدې کسانو دی د سولې بهير کې د مصالحې عالي شورا په دريځ او پرېکړو ټېنګار کوي. منصور ويلي چې يوازې د مصالحې عالي شورا ده چې د سولې بهير په اړه به پرېکړې کوي؛ نه کوم بل کس او يا مقام.
د نوموړي په وينا چې که چېرې کوم بل مقام او کس د سولې بهير د سلا - مشور هيله لري نو دوی کولی شي چې د مصالحې عالي شورا سره په اړيکه کې مشورې شريکې او بيا به د مصالحې عالي شورا له لوري د حکومت مرکچي پلاوي ته سپارل کيږي.
د يادونې ده چې نېږدې دوه اوونۍ وروسته به د افغان حکومت او طالبانو تحريک ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرو دويم پړاو پيل شي.
وروستي