څنګه پوه شو یو کس دروغ وایي

څنګه پوه شو یو کس دروغ وایي

دروغ ویل په اوسني وخت کې یو عام کار حسابېږي. داسې ډېر خلک شته چې ځان د دروغو ماسټر ګڼي او په لومه کې د لوېدو چانس صفر ګڼي او نورو ته ډېر په اسانۍ سره چل ورکوي. په دې لېکنه کې به د دوی په خواصو ځان پوه شی، تر څو د دوی په لومه کې ګير نه شی.
ـ د لاس ګوتو په واسطه ډېر اشاره کول، کوم کس چې دروغ وایي ډېری وخت د لاس د اشارو په مرسته نورو ته ډېره اشاره کوي او خپل لاس په خپل صدري برخه ډېر اېږدي، ډېري دفاعي حرکات ځانته غوره کوي.
ـ د سترګو د ژبې په مرسته هم کولای شو دروغجن خلک وپېژنو، دروغجن خلک ستاسو سترګو ته مخامخ نه شي کتلای او تل هڅه کوي د سترګو غلا وکړي، خو ځېنې داسې دروغجن هم دي چې د مهارت په لرلو سره تاسو ته سترګو په سترګو دروغ وایی د دوی د پېژندلو له پاره، دوی د نارمل حد څخه ډېرې سترګې رپوي او تاسو ته  د حد څخه ډېر ځير کېږي.

ـ ډېر په سختی باندې خبرې کوي او یو مصنوعي خندا لري، د دروغجن عصبي سیستم د استرس له کبله لاړي نه شي ترشح کولای د دې له کبله د دوی خوله وچه وي، نو د همدې وچوالي له کبله په خبرو کولو پر مهال د ستونزو سره مخامخ کېږي، ډېر ټوخېږي تر څو رېښتیا پټ کړي، د مصنوعي خندا کول چې د خوشحالي حس مقابل شخص ته نشي انتقالولی، د شونډو غاښ نېول او ټوکل یې.
ـ د پښو ځای په ځای خښول او نه ښورېدل، دوی ډېر کوښښ کوي چې له خپله ځایه څخه ونه ښوري او خپلې اوږې پورته اچوي. په طبیعي ډول دروغجن کس بې قراري کوي او غواړي هر څه زر چې کېږي له خبرو او ساحې څخه وتښتي.

ـ د دروغجن بله نښه د حد څخه ډېر د خپل مخ لمسول او په خپله خوله لاس کېښودل دی، دروغجن کس ډېر کوښښ کوي د خبرو پر مهال خپل مخ او خوله ډېر لمس کړي.
ـ د یو جملې او یا هم د کلمې ډېر ځلې تکرار، کوم کس چې دروغ وایي هغه خپلې خبرې او ویل شوي جملې څو ځلې تکراروي ځکه دوی کوښښ کوي په خپلو دروغو تاسو ته قناعت درکړي.

ـ د سر حرکت ورکول په ډېر سرعت او تېزی سره، که چېرې مونږ د هغوی نه پوښتنه وکړو نو هغوی به د خپل د سر په حرکت ورکولو سره ډېر سریع او تېز ځواب راکړي.