د پاکستان سفارت: کابل، جلال اباد، کندهار او مزار شريف کې افغانانو ته ان لاين ويزې ورکو 

روهي (درې نۍ/۲ د مرغومي)، کابل کې د پاکستان سفارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې له دې وروسته به افغانانو ته د پاکستان ويزې په ان لاين بڼه ورکول کيږي. د ان لاين ويزې خدمتونه په ۲۴ ساعته وي. 

کابل کې د پاکستان سفارت په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "په کابل کې د پاکستان سفارت او په جلال آباد، کندهار او مزار شریف کې د قونسلګریو لخوا د دولت په لارښوونه د افغان اتباعو لپاره آنلاین ویزه معرفي شوه. دا غوښتونکي ته وړتیا ورکوي چې ۷/۲۴  د ویزې غوښتنه له دغه ویبسایټ څخه  visa.nadra.gov.pk  وکړي. 

د پاکستانې ويزو په اخېستو کې پراخه فساد او کمېشنکارۍ له امله ډېری شکايتونو شتون درلود چې په ننګرهار کې د پاکستان ويزې د اخېستو پر مهال څو مياشتې وړاندې خونړۍ پېښه رامنځ ته او تر دولسو کسان په کې ووژل شول.