وايي بې بنسټ خبرې یې کړي؛ د جواد ظريف څرګندونو ته د طالبانو غبرګون 

روهي (درې نۍ/۲ د مرغومي)، طالبانو د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وروستۍ مرکې ته چې له طلوع نيوز خصوصي تلويزيون سره یې کړې وه، غبرګون ښوودلی دی. 

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر لېکلي دي، چې د ظريف څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ده، بې بنسټه دي او دا ډول ويناوې د دوه ګاونډيو هېوادونو پر اړيکو بد اغېز کولی شي. 

جواد ظريف له طلوع نيوز سره د تېرې شپې په مرکې کې ويلي وو چې دوی اوس هم طالبان د يوې ترهګرې ډول په توګه پېژني او طالبانو د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې دي. 

ظريف دا هم ويلي وو چې طالبان په يوازې ځان نه شي کولی چې افغانستان کې حکومت جوړ کړي او ټېنګار په دې وو چې د افغانستان حکومت بايد ټول - شموله وسي.