مسلميار: په اړه یې پښتانه ولسونه اندېښنې لري؛ علي وزير دې خوشی شي

روهي (درې نۍ/۲ د مرغومي)، د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار د پاکستان د پارلماني غړي او د‌پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير په نېول کېدو خواشيني ښوودلې ده. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر په ګرفتارۍ خواشینی یم، هیله لرم چې د خوشې کېدا په اړه یې د پاکستان پارلمان او د نړۍ بین الپارلماني اتحادیه جدي هڅې وکړي

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر په نیولو خواشینی یم، د ښاغلي علي وزیر کورنۍ د پښتنو د حقوقوڅخه د ملاتړ په لاړه کې خپل د کورنۍ ډېر غړي له لاسه ورکړي دي،  تمه ده د هغه د خوشې کېدو په اړه د پاکستان پارلمان او د نړۍ بین الپارلماني اتحادیه جدي هڅې وکړي ځکه د کورنۍ په ګډون یې پښتانه ولسونه تشویش لري او باید له بنده خوشې شي." 

د يادونې ده چې له تېرې اوونۍ د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې د علي وزير په ملاتړ لاريونونه شوي او د پاکستان له حکومت غوښتل شوي، چې نوموړی  دې ازاد کړي.