فایق: فاریاب کې موټر بم برید شوی خلک تر خاورو لاندې پاتې

روهي ( درې نۍ/  ۲ د مرغومي)،د فاریاب والي، نقيب الله فایق وايي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو له چاودېدونکو توکو بار یو هاموي ټانګ ته د دولت اباد ولسوالۍ په بازار کې چاودنه ورکړې چې لسګونه ملکي وګړي يې شهيدان او ټپيان کړي دي.

والي وایي ، په دې چاودنه کې ۲ سرتېرې هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
 
د فاریاب امنیه قوماندانۍ بیا وایي چې د یاد برید پر مهال ۵ وسله وال طالبان هم وژل شوي.
 
د فایق په وينا، د چاودنې له امله د خلکو په سلګونه دوکانونه او کورونه ويجاړ شوی او زيات شمېر کسان لا هم تر خاورو لاندې پاتې دي، چې دقیق شمېر يې لا نه دی معلوم.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي