نړیوال بانک د افغانستان حکومت حساب  ته ۱۸۰ میلیونه ډالر وسپارل

روهي ( درې نۍ/  ۲ د مرغومي)، نړیوال بانک افغان حکومت ته ۱۸۰ ملیونه ډالر انتقال کړل.
 
 د افغانستان مالیې وزارت وایي چې نړیوال بانک سره د افغان حکومت ژمنې  د سږکال د نومبر په 8 بشپړې شوې وې ، مګر ځینې تخنیکي ستونزې پاتې وې چې اوس یې حل لار موندل شوي.
 
د مالیې وزارت له لوري خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي"د نړیوال بانک او افغانستان بانک سره په همغږي ، په تخنیکي مسلو کار وکړ ، چې په پایله کې نړیوال بانک دغه پیسې د افغانستان دولت ته وسپارلې"
 
د مالیې وزارت ویاند جمروز خان مسجدي وایي چې د نړیوال بانک دغه مرسته به د یو منظم سیستم له مخې د افغانستان پراختیایي کارونو لپاره د اړتیا وړ ځایونوکې ولګول شي.