د کابل نني برید کې ۵ وژل شوي کسان څوک دي؟

روهي ( درې نۍ/  ۲ د مرغومي)،   د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې د نننۍ ماین چاودنې له ځایه پنځه مړي او درې ټپیان روغتونو ته انتقال شوي دي.
 
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي وویل چې یاد مړي او ټپيان د روغتیا وزارت اړوند روغتونونو ته انتقال شوي دي.
 
د چسپکي ماین دغه چاونه نن سې شنبه اوومې حوزې په «دوغ اباد» سيمه کې پر يو کورلا ډوله موټر شوې ده٠
 
په ورته مهال یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي
"یاد موټر کې حاجي متین او نظیفې  د محبس ریاست او توقیف خانې ډاکترانو په توګه دندې اجرا کولې.

 سونیتا د معتادینو روغتون کې د ډاکترې په توګه دنده اجرا کوله او همدا شان سونا د افغان جاپان روغتون کې د ډاکترې په توګه دندې اجراکولې چې نن سهار یې په موټر نښلونکي ماین چاودنه کړي او ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی"
 
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تر دې مخکې ویلي و چې په یاد چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.