د ملي پخلاینې عالي شورا: پرته له جمهوري نظام نور هر څه له طالبانو سره د خبرو وړ دي

روهي (درې نۍ/ ۲ د مرغومي)، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وايي، پرته د جمهوري نظام د منځه نور هر څه له طالبانو سره د خبرو مېز ته وړاندې کوي.

پرون دووشنبه د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال اسدالله سعدتي په کابل کې یوې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ویلې چې د افغانستان جمهوري نظام هېڅ وخت نه بدلیږي په دې اړه به ان له طالبانو سره بحث ته هم حاضر نه شي.

د نوموړي په خبره د خبرو پرمهال به د نظام پر سر بحث د ډېرو جنجالي مسایلو وي چې په خبره یې:"د نظام ډول، د نظام د جمهوریت او اسلامیت له اصل پرته، نور مسایل یې د بحث او خبرو وړ دي او دلته تاسې فکر کولی شئ ترڅو داسې یو نظام ولرو چې تلپاتې سوله رامنځ ته کړي".

سعدتي زیاتوي چې  د اجنډا پر سر بحثونو کې د افغان حکومت لومړیتوب اوربند خو طالبان پر اوربند د اجنډا په پای کې تمرکز کوي، چې دا واټن د سولې د روانو هڅو د خنډ سبب ګرځیدلی شي.

د ملي پخلایني عالي شورا د مرستیال وروستۍ څرګندونې داسې مهال رامنځته کیږي، چې د مرکچي پلاویو دواړو ډلو د اجنډا پر سر بحثونو د پېل لپاره د سلا مشورو په موخه شل ورځنۍ رخصتي اخیستې او د راپورونو پر اساس ویل کیږي، چې د اجنډا پر سر د بحثونو تر ټولو لومړي موضوعات به د نظام او اروبند پر سر وي.