وکيلان پر لومړۍ ميرمنې په غوسه دي؛ څوګ وايي تابيعت ترې واخلئ څوګ وایې له هېواد یې وشړئ 

روهي (دوه نۍ/۱ د مرغومي)، له ازادۍ راډيو سره د هېواد لومړۍ میرمنې بي بي ګل رولا غني وروستۍ مرکې د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه او غوسه  راپورته کړې ده. د هېواد لومړۍ ميرمنې د يادې مرکې په یوې برخه کې د ولسي جرګې په اړه څرګندونې کړې وې؛ د دوه ښځينه نوماندانو د ردولو او د وکيلانو له خوا د کمېشنکارۍ په اړه یې ويلي وو. 

د ولسي جرګې غړو د هېواد د لومړۍ ميرمنې يادې څرګندونې ولسي جرګې ته سپکاوی بللی دی او ګواښ کړی دی چې د نوي کابل بودجه کې به د لومړۍ ميرمنې د دفتر بوديجه منظوره نه کړي. 

د ولسي جرګې يو وکيل ويلي دي چې که چېرې د ولسمشر غني شتون نه وای نو نوموړې (لومړۍ ميرمنې) هېواد کې د پاتې کېدو ځای هم نه درلود، پاتې شوه دا ډول څرګندونې او د هېواد د لومړۍ ميرمنې مقام  خو لېرې خبره ده.

ځيني نورو بيا ويلي دي چې د هېواد له لومړۍ ميرمنې دې د افغانستان تابيعت واخېستل شي او لنډمهاله پاتې کېدو پاڼه دې ورکړل شي. وکیلان وايي چې د نوموړې څرګندونې د ولس کور ته سپکاوی دی چې دوی ته د منلو نه دی.