خوست کې له ۷۸۰ فارمونو د ورځې تر ۱۵ زرمه کیلو ګرامه غوښین چرګان بازار ته وړاندې کیږي

روهي ( دوه نۍ/ 1 د مرغومي)، د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې او تولید صنعت ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی .

د خوست ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر روښان جلالي وایي، چې دیاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د غوښینو چرګانو شاوخوا ۷۸۰ فارمونه شتون لري.

جلالي وایې د ورځې شاوخوا له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو کیلو ګرامه پورې غوښین چرګان بازارته وړاندې کوي.