د ملي دسترخوان پروګرام:  ۱۲۳ ولسوالیو کې تر دا مهاله ۲۰۱۴۴ کورنیو ته مرستې رسیدلي

روهي ( دوه نۍ/ 1 د مرغومي)، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي نن د حکومت رسنیو مرکز کې وویل چې د یادو مرستو رسولو لومړۍ جوپه د افغانستان په ۱۲۳ ولسوالیو د نیږدې ۱۳ زره کلیو بانډونو کې د کلیو پراختیا وزارت له خوا روانه ده.
 
کریمي وایي " ملي دسترخوان پروګرام د مرستو رسولو دویمه جوپه ۲،۵ میلیونو وګړو ته مرسته رسونه ده چې ۳۳۵ ولسوالیو کې استوګن دي او ۱۴۰ میلیونه ډالر پانګه ورته ځانګړې شوې ده"
 

تر دې مخکې نیوکې دا وې چې د یاد پروګرام پلې کېدو پرمهال به فساد وشي، خو ولسمشر غني تر دې مخکې ویلي و چې فساد کوونکو ته به سخته سزا ورکړي.
 
لا هم شکایتونه شته چې د لیرې پرتو ناامنه ولسوالیو غریب خلک به د یادو مرستو له ویش څخه پاتې شي.
 
د یادولو وړ ده چې د یاد پروګرام په لومړي پړاو کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۱۲۳ ولسوالیو کې ۱۲۸۹۶ کلیو کې ۱.۶۷ میلیونه کورنیو ته مرستندویه توکي ویشل کیږي او په دویم پړاو کې به د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د ۲۳۵ ولسوالیو ۲۰۳۹۷ کلي  تر پوښښ لاندې راولي، چې  ۲.۵ میلیونه کورنیو ته به خوراکي توکي وویشي.‎