قريشي: مونږ به اسرائيل په رسميت ونه پېژنو 

روهي (دوه نۍ/۱ د مرغومي)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چې پاکستان به تر هغې اسرائيل په رسميت ونه پېژني ترڅو چې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ شخړه حل شوې نه وي. 

نوموړي هغه خبرې رد کړې دي چې ګواکي پر پاکستان داسې فشارونه دي چې اسرائيلو سره اړيکې ښې او ياد هېواد په رسميت وپېژني. قريشي ټېنګار کړی دی چې د اسرائيلو او فلسطين د ستونزې تر نه هواري به پاکستان اسرائيلو سره اړيکې عادي نه کړي. 

له تېرې يوې اوونۍ داسې راپورونه خپريږي چې پاکستاني پلاوي اسرائيلو ته سفر کړی دی او اسلام اباد په دې تلاش کې دی چې اسرائيلو سره اړيکې يو څه ښې کړي.