د طبیعي پیښو پر وړاندې مبارزې وزیر کندهار ته تللی

روهي ( دوه نۍ/ 1 د مرغومي)،  نن د پېښو پر وړاندي د مبارزې وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د یو دولتي پلاوي په مشري د کندهار ته رسیدلی.
 
د کندهار والي حیات الله حیات او یو شمېر نورو مسؤلینو په احمده شاه بابا نړۍوال هوايي ډګر کي د هر کلي ترڅنګ ویلي یاد پلاوي د جمهوررئیس محمداشرف غني په لارښوونه دې ولایت ته سفر کړی.
 
حیات زیاتوي چې د یاد لوړ پوړي پلاوي راتګ اساسي موخه یې د طبیعي او غیر طبیعي په ځانګړو ډول د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د بېړنیو مرستو توزیع او د راتلونکو احتمالي خطرونو د کموالي په موخه د پلانونو جوړول دي.
یاد پلاوی داسې مهال کندهار ته سفر کوي چې کندهار په شپږو ولسوالیو کې جګړه روانه ده چې له امله یې زیات عام وګړي زیانمن شوی دي.